د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: فاټا د پاکستان برخه نه ده


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

پراګ - د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، هغه سیمې چې پاکستان ګڼل کېږي په هغه کې د پښتنو قبایلي سیمې [فاټا] نه دي شاملې.

محمود خان اڅکزي د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د پاکستان قامۍ اسمبلۍ ته د فاټا اصلاحاتو په باب په خپله وینا کې وویل چې د ۱۹۴۷ کال د هند د خپلواکۍ په قانوني مسوده (اېکټ) کې پاکستان پر دغه سیمو مشتمل وو، مشرقي بنګال، مغربي پنجاب، سیند، د قلات ریاست پرته (بریټش بلوچستان) یانې نیم بلوچستان پکې نه وو شامل او شمالي مغربي سرحدي صوبه.

۱۹۲۱ز کال راولپندۍ معاهده

اسمبلۍ ته په خپلو څرګندونو کې د پښتونخوا معپ مشر وویل چې په ۱۹۲۱ز کال په پېنډۍ کې د افغانستان امیر باچا امان الله خان او انګرېزانو پر دې متفق شوي ول که په دواړو خواو کې هر یو قبایلي سیمو ته خپل پوځونه استوي نو یو بل به له وړاندې خبروي.

اوس چې پاکستاني پوځونه وزیرستان ته ننوتي دي، زه تاسو ته خبرداری درکوم چې پر دې به کابل (افغان حکومت) اعتراض وکړي. دا نازکې مسلې دي.

محمود خان اڅکزي وویل په اوسنیو حالاتو کې (پر پاکستان دایره تنګه شوې ده)، امریکا خپل پلانونه لري، اروپا خپل پلانونه لري، نو که خدای یې مه کړه لږه تېروتنه او غلطي هم وشوله، نو پوځونه به مو په قبایلي سمو کې کښېوزي.اڅکزي وویل که د پاکستانیو پوځونو او قبایلي ولس ته ترمنځ نښته وشوله نو بیا هرڅه کېدالی شي. تاسو یې وینئ، تېره ورځ په قبایلي سیمو کې د پوځ یو لېفټینېنټ په وزیرستان کې ووژل شو په باجوړ کې پوځیان په نښه شول.

اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محمود خان اڅکزي زیاته کړه پرون نه ابله ورځ د پاکستان پوځ له مشر سره یوه لوی پلاوي ولیدل، په هغه کې د پوځ له مشره دا ژمنه اخېستې یا یې د وعدې اخېستو هڅه کړې. نو په هغه کې یې ورته ویلي ول که هره تبدیلي زموږ د خوښې یا مرضۍ بغیر وشوه نو ښايي د بنګله دېش کیسه یې ورته یاده کړې وي.

فاټا ته دې منتخب ګورنر ورکړل شي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د فاټا په اړه پاکستانیو چارواکیو ته په ټینګار وویل، په قبایلي سیمو کې چې هرڅه کوئ د هغه ځای د ولس په خوښه یې وکړی. هغه زیاته کړه چې د پاکستان ایین څلوره شقونه پر قبایلي سیمو لاګو کېږي. پر نور پاکستان ۲۸۰ شقونه لاګو کېږي.

نوموړي وویل د پاکستان اسمبلۍ دا اختیار نه لري چې د فاټا پر راتلونکې وغږېږي. پخوا دا واک پر هند د واکمن انګریزي سرکار له وایسرای سره وو اوس یې د پاکستان له ولسمشر سره دی. محمود خان اڅکزي وویل که په ریښتیا هم د پاکستان سرکار د فاټا د راتلونکې په باب یوڅه فیصله کول غواړي نو دا اوس دې ولسمشر (صدر پاکستان) احکامات جاري کړي چې سر له ننه په فاټا کې نور اېف سي ار پای ته ورسېدلو. نو د دې لپاره دې یو قضايي جرګګۍ [جویډیشل کونسل] وګماري، په هغه کې دې د فاټا سیمې پخواني جنرلان، ججان، وکیلان، او سفیران واخېستل شي. محمود خان اڅکزي وویل بیا دې له دغه شورا یا کونسله وغوښتل شي چې یو داسې نظام راته جوړ کړئ چې هغه جمهوري هم وي او د پاکستان له طبعې سره برابر هم وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ښه خبره به دا وي چې فاټا ته یو منتخب شوی ګورنر ورکړل شي. هغه دې د قبایلي سیمې وي او د قبایلي ولس په خوښه دې ټاکل شوي وي. هغه دې بیا د ولس رایه د پاکستان له ولسمشر سره چېړي.

د فاټا اصلاحاتو په باب د پاکستان بېلابېلو ګوندونه (پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ، تحریک انصاف، جماعت اسلامي او ځنې نور)له تېرې څه مودې راهیسې فعاله دي. په دوی کې ډېری یې غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې د خیبر پښتونخوا برخه وګرځول شي خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علمای اسلام بیا دریځ لري چې د فاټا راتلونکې به د قبایلو ولس په خپله ټاکي.

افغانستان چې په دیر او چترال خپه نه شو نو په فاټا هم نه خپه کېږي. اسفندیار

جمرود جرګه: په خیبر پښتونخوا کې نه ګډېږو

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د قبایلي سیمو اصلاحاتو ته ژمن دی او دا چې د هغو سیمو په ((قامي بهیر ورګډول)) به شاوخوا پینځه کاله وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG