د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: هره فیصله باید د فاټا ولس په خوښه وکړئ


د جميعت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن وايي، هر هغه څوک چې په فاټا اصلاحاتو احتجاجونه او دهرنې کوي نو هغوی دا اصلاحات لانجمنول غواړي.

د شورو/چارشنبې پر ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې مولانا فضل الرحمن وويل، ګوند يې د فاټا دښمن نه بلکې د قبايلي ولس د ښه مستقبل سوچ کوي او حکومت دې د فاټا د راتلونکې فیصله د قبايلي ولس په خوښه وکړي.

د نوموړي وينا وه چې د نړۍ په یوشمېر ملکونو کې داسې مثالونه موجود دي چې له خلکو پوښتنه کېږي،چې تاسو څه غواړئ نو څه ګناه به وشي که حکومت د فاټا له ولسه هم د ټولپوښتنې له لارې تپوس وکړي چې تاسو څه غواړئ.

د مولانا فضل الرحمن وينا وه چې جګړا په خېبر پښتونخوا کې د فاټا په شاملولو نه ده او نه دې څوک دا وايي چې ګوند يې د انضمام مخالفت کوي بلکې دوی خو وايي که فاټا په خېبر پښتونخوا کې شاملوئ، ځان ته د صوبې درجه ورکوئ او يا که موجوده حیثيت يې د ځینو اصلاحاتو کولو وروستو پرځای ساتل غواړئ، دوی ته یې په یوه هم اعتراض نه شته خو که هر څه کوئ د فاټا ولس په خوښه يې وکړئ.

د مولانا فضل الرحمن وينا وه چې حکومت په خپله په اېن اېف سي اېوارډ (قامي ونډه) کې د درې (۳) فيصده برخې خبره کړې چې د کال نوي (۹۰) اربه روپۍ جوړېږي او وايي چې تر راتلونکيو لسو کلونو لپاره به هر کال نوي اربه روپۍ په فاټا کې پر پرمختیايي کارونو لګېږي او دا لس کلنه موده خپله حکومت ټاکلې ده نو بيا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو لپاره ولې له بېړې او تندۍ کار اخلئ.پکار ده چې په مرحله واره توګه او په مشاورت سره هر څه وکړئ.

خو له خېبر اېجنسۍ پارلېماني استازی شاه جي ګل اپرېدی وايي، حکومت خو د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ له لارې له قبايلي ولسه رایه واخېستله او زياترو پکې له خېبر پښتونخوا صوبې سره شاملېدل غواړي نو بيا مولانا فضل الرحمن د کوم ډول ریفرېنډم خبره کوي.

د يادونې ده چې د تېر ګل په ورځ د بېلا بېلو قبايلي سيمو یوشمېر پارلماني استازیو او د يوشمېر سياسي ګوندونو غړیو د فاټا اصلاحاتو عمليکولو لپاره د اسلام اباد په ډي چوک کې احتجاجي مظاهره کړې وه چې د حکومت لخوا د غوښتنو منلو په باور پای ته ورسېدله.

XS
SM
MD
LG