د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب الله مسید د قتل مقدمه په پنځو کالو کې هم حل نه شوه


نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍپه ۱۳مه، د پوليسو له خوا تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو: انځور له ارشیفه
نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍپه ۱۳مه، د پوليسو له خوا تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو: انځور له ارشیفه

په کراچۍ کې د پولیسو لخوا د یو وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول خو د هغه د قتل مقدمه لا هم حل شوې نه ده او عدالتي کارروايي یې روانه ده.

نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍپه ۱۳مه، د پوليسو له خوا تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو. هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې ېې ترهګر وژلي دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه جعلي نښته بللې وه.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې راو انوار او نور درې پوليس په ضمانت خوشي دي، ځينې په زندان کې دي او یوشمېر نور پخواني پوليس افسران له تيرو درو کلونو راهيسې مفرور دي. د نوموړي په وژنه تورن پولیس افسران پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

په کراچۍ کې مېشت قانون پوه او د سپریم کورټ بار غړي اډوکېټ صلاح الدین ګنډاپور د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، پنځه کاله ډېر وخت دی، پکار ده چې په دغه موده کې عدالت فیصله کړې وای خو داسې نه دي شوي.

ده وویل، "دا مقدمه لا اوس هم روانه ده او پولیس پکې ګواهي نه ورکوي او ځینو پولیسو چې پکې مخکې ګواهي ورکړې وه، هغوی اوس له خپلې ګواهۍ په شا شوي دي."

د نقیب الله مسید د کورنۍ لخوا د یاد کیس د پرمخ وړلو لپاره بل وکیل اډوکېټ صلاح الدین پهنور د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې په دې مقدمه کې تورن هم پولیس دي او پلټونکي هم پولیس دي.

ده زیاته کړه، "چېرته چې پولیس د پولیسو په وړاندې وي، هلته ډېر څیزونه خرابېږي. په دې قضیه کې ګواهي ورکول اسان کار نه دی. په دې قضیه کې حکومت، پولیس او ټولې ادارې په ښکاره د تورن پولیس افسر ملاتړ کوي، پولیس په بیا بیا خپله ګواهي بدلوي خو بیا به هم هڅه کوو چې د نقیب الله مسید او کورنۍ سره یې انصاف وشي."

د نقیب الله مسید د کیس وکیل وايي، هغوی د تورنو پولیس افسرانو پر ضد ټول شواهد عدالت ته وړاندې کړې دي خو پولیسو ورسره په دې قضیه کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د نوموړي په وینا، ګواهي ورکوونکي پولیس په بیا بیا خپل شهادتي بیانونه بدلوي او داسې شواهد وړاندې کوي چې ګټه یې تورنو کسانو ته رسېږي.

د کراچۍ یو ځايي خبریال وقاص احمد هم د جنورۍ په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، هغه هم له تېرو پنځو کلونو راهیسې ګوري چې په عدالتونو کې دا قضیه روانه ده او د ثبونو او ریکارډونو په استناد د پولیسو پخوانی مشر راو انوار په دې قضیه کې مرکزي تورن کس دی خو پولیس د هغه د ژغورلو لپاره هلې ځلې کوي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د راو انوار او یا هم د هغه د وکیل عامر منصوب ایډوکیټ نظر هم راواخلي خو هغوی د مشال راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د راو انوار وکیل عامر منصوب ایډوکیټ څو ورځې وړاندې د یو بیان په خپرولو سره پر راو انوار لګېدلي تورونه رد کړي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ او د پښتنو ملت پالو ګوندونو له تېو څو کلونو راهیسې د مظاهرو او لاریونونو پر مهال له حکومته غوښتنه کړېده چې د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسران دې ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG