د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ۳ ضلعو کې بلدیاتي انتخابات شوي دي


د ۲۰۲۲م کال د مې پر ۲۹مه په پښین کې یو تن په بلدیاتي ټاکنو کې د رایې اچولو پر مهال.
د ۲۰۲۲م کال د مې پر ۲۹مه په پښین کې یو تن په بلدیاتي ټاکنو کې د رایې اچولو پر مهال.

په بلوچستان کې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د بلدياتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د صوبې په درې ضلعو کې خلکو رایې وکارولې.

د انتخاباتي کمېشن په وینا، د رایې کارولو بهیر د اتوار (یکشنبې) پر سهار اته بجې پیل شو چې بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو. تر هغې وروسته د ووټونو شمېرلو بهیر پیل شو.

د کمېشن چارواکي وايي، په پښین، حب او لسبېله ضلعو کې تر ۲۸۰،۰۰۰ زیات ووټران دي.

په پښین کې د بلوچستان د انتخاباتو کمېشن چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د بهیر د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي ول.


په بلوچستان کې د بلدیاتی انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۲ز کال د مې پر ۲۹ مه ترسره شوی وو. هغه وخت د صوبې په ۳۲ ضلعو کې رایې اچول شوې وې.

خو په اتو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو پر هغو څوکیو د جولای پر دویمه نېټه بیا ټاکنې شوې وې چې د مې پر ۲۹مه د بېلابېلو پېښو له کبله وځنډېدې. په هغو کې کلا عبدالله، زیارت، لورالايي (بوری)، پنجګور، سېوۍ، نوشکي او کېچ شامل ول. په لومړي پړاو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ازادو نوماندانو ګټلې وې.

په بلوچستان کې سږ کال نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې وشوې خو سیاسي ګوندونه د انتخاباتي کمېشن پر دې پرېکړه خوشاله نه ول او ویل یې چې انتخاباتو ته چمتو نه دي.

خو د انتخاباتې کمېشن صوبايي مشر فیاض حسین مراد مشال راډیو ته ویلي ول چې دا پرېکړه یې د سپریم کورټ په امر کړې وه.

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسېمبر پر اوومه شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسېمبر کې د منتخبو ادارو موده پای ته رسېدلې وه.

په پاکستان کې د بلدیاتي انتخاباتو لړۍ له تېر څه باندې یو کال راهیسې روانه ده. د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن په صوبه کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات کړي ول.

په لومړي پړاو کې د صوبې په ۱۷ ضلعو، پېښور، بونېر، صوابۍ، نوښار، کواټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هريپور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول.

د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه بيا د بلدیاتي انتخاباتو په دويم پړاو کې د صوبې په پاتې ۱۸ ضلعو یعنې شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، کورمه، اورکزیو، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، ملاکنډ، اېبټ اباد، مانسهره، بټګرام، تورغر، بر چترال، کوز چترال، بر کوهستان، کوز کوهستان او کولايي پالس کې ټاکنې وشوې.

XS
SM
MD
LG