د بلوچستان حکومت ویلي، په صوبه کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا په زیاتېدو دی او که دا سلسله همداسې روانه وه نو کېدای شي چې محدودیتونه بیا عملي کړي.
حکومتي ویاند لیاقت شاهواني د اګست پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، د اګست پر درېیمه یې چې معاینې کړې وې نو پکې د مثبتو پېښو شمېر یوازې یو فیصد وو خو د اګست پر ۱۲مه شویو معاینو وښوده چې د مثبتو پېښو شمېر ۸ سلنه ته لوړ شوی وو.
په بله معنا، په ۱۰۰ معاینو کې اتو کسانو کورونا وایرس درلود.
شاهواني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د پېښو کموالي ته په کتو، د اګست پر ۱۰مه پر ټولو کاروبارونوهر ډول محدودیت ختم کړ.
خو په عین وخت کې حکومت کاروباریانو او ولس ته د کورونا وایرس د مخنیوي پر ټولو احتیاطي لارښوونو د عمل سپارښتنه وکړه.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست پر ۱۲مه په بلوچستان کې د کورونا وایرس ټولې ۸۸ پېښې ثبت شوې وې.
د اګست تر ۱۹مې په صوبه کې د رسمي مثبتو پېښو ۱۲،۳۷۰ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۱۱،۲۴۱ کسان رغېدلي خو ناروغۍ ۱۳۹ کسان وژلي دي.
د بلوچستان د سوداګرانو ټولنې یوه مشر الله داد ترین د اګست پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د بل ټولبند یا محدودیتونو لګول رد کړل او زیاته یې کړه چې نور تاوان نشي زغملای.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر ۱۹مې په پاکستان کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۹۰،۴۴۵ ته لوړ شو چې ورڅخه یې ۲۷۲،۱۲۸ کسان رغېدلي خو کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۶،۲۰۱ کسان وژلي دي.
د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې په هېواد کې ټولبند ولګاوه او په مې کې یې ختم کړ خو پر کاروربارونو د وخت محدودیتونو ترڅنګ ځینې کاروبارونه لکه هوټلونو او سیلانۍ سیمې تړلې وې او په رستورانونو او چایخانو کې دننه پر خوراک څښاک بندیز وو.
د فېسبوک تبصرې