د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې "د کورونا وایرس زور کم" او بازارونه پرانيستل شول


په اسلام اباد کې د اګست په لسمه په يو رسټورنټ کې د خلکو ګڼه ګوڼه
په اسلام اباد کې د اګست په لسمه په يو رسټورنټ کې د خلکو ګڼه ګوڼه

په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر تر دوه لکه ۸۵ زره اوښتی دی. د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي حکومتي ويب سايټ ليکلي‌چې د اګست تر يوولسمې پورې له دې وايرسه ۶،۱۱۲ کسان مړه شوي خو تر دوه لکه ۶۰ زره زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

حکومت وايي، د جون پرتله، په جولای او اګست مياشتو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي. چارواکي د دې وجه سمارټ لاک ډاون ښيي‌. دا په دې معنا چې حکومت هغونو ځايونو کې په تګ راتګ بنديز لګولی وو له کومو ځايونو چې د کورونا وایرس ډېر مريضان راپور شوي وو.‌ اپوزيشن سياستوالو پر حکومت د کورونا وایرس د ډېرو ټيسټونو نه کولو تور پورې کړی چې د دوی په وينا له دې وجېد دې وایرس د ناروغانو شمېر کم رپورټ کېږي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په دیسمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ نيزدي ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د دې ادارې ترمخه د اګست تر ۱۱مې پورې په نړۍ کې تر دوه کروړه دوه لکه ۵۸ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر اووه لکه ۳۸ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې يو کروړ ۳۱ لکه بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې د اګست له لسمې راهيسې بازارونه، مارکېټونه او رېستورانونه په بشپړه توګه خلاص شوي دي. په هېواد کې د کورونا وايرس له کبله د ټولبند پورته کولو اعلان تېره اونۍ د پاکستان د پلان وزير اسد عمر کړی و.

اسد عمر ويلي وو چې دا اقدام د کورونا وايرس په پېښو کې له کموالي وروسته کوي. له پرون راهيسې د اسلام اباد، پېښور، کوټې، لاهور او کراچي په ګډون په ټول پاکستان کې بازارونه د پخوا په شان پرانيستي دي.

حکومت په همدې حال کې پر احتياطي لارښوونو د عمل کولو هم ويلي دي. په لارښوونو کې د فاصلې ساتل، د ماسکونو اغوستل او په بیا بیا په صابن د لاس مينځل شامل دي.

ایا په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ نوې پېښې په کمېدو دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:06 0:00

XS
SM
MD
LG