د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زلزله: له ایران او پاکستانه مرستې خوست ته رسېدلي


د ایران د مرستو ترڅنګ د سرې میاشتې ټولنې روغتیايي ډله هم د جون پر ۲۳مه خوست ته ورسېده.
د ایران د مرستو ترڅنګ د سرې میاشتې ټولنې روغتیايي ډله هم د جون پر ۲۳مه خوست ته ورسېده.

د ایران او پاکستان حکومتونو په لاریو او پوځي الوتکو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي افغانستان ته استولي دي چې هلته له زلزله ځپلو سره مرسته وشي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر ۲۲مه نیمه شپه په زلزله کې د پکتیکا، خوست، پکتیا او ننګرهار ولایتونو زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ګڼې کورنۍ له سرپناه بې برخې شوې. چارواکي وايي، یوازې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱،۵۰۰ زیات ژوبل شوي دي. د حکومت په وینا، زلزلې د پکتیکا په نېکې او زیړوک او کې هم لویه مرګ ژوبله اړولې چې کره شمېر یې لا معلوم نه دی. هلته د خوست چارواکي وايي، له تازه معلوماتو سره سم، د وړمې شپې په زلزله کې د سپېرې د ولسوالۍ ۲۹ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپیان شوي دي.

د جون پر ۲۳مه له ایرانه په دوو پوځي الوتکو کې د مرستې توکي او د هغه هېواد د سرې میاشتې د ټولنې یوه روغتیايي ډله د خوست ولایت هوايي ډګر ته ورسېدل. په مرستو کې خیمې، کمپلې، فرشونه، دواګانې او د ورځني استعمال شیان امل دي.

هلته د طالبانو د حکومت د بیړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو د جون پر ۲۳مه وویل، د ایران تر څنګ له پاکستانه هم د تورخم او غلام خان له لارې په ۱۲ لویو لاریو کې د مرستو اړین توکي وررسېدلي دي.

چارواکي وايي، د ایران دوه پوځي الوتکې د جون ۲۳مې پر مازیګر د خوست هوايي ډګر ته ورسېدې.
چارواکي وايي، د ایران دوه پوځي الوتکې د جون ۲۳مې پر مازیګر د خوست هوايي ډګر ته ورسېدې.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې لوجېسټیکي مرستیال سجادي مشال راډیو ته وویل، ورسره د ایران د سرې میاشتې ټولنې د روغتیايي رضاکارانو یوه ډله هم راغلې، چې د بیمارانو په درملنه کې مرسته وکړي.

ده وویل، د مرستو یوه بله محموله هم د ځمکې له لارې د ایران د بلوچستان-سیستان ولایت څخه افغانستان ته پر لاره ده چې پکې هم له زلزله ځپلو سره د پوښاک او ژوند لپاره نور لازم لومړني توکي شامل دي. "هڅه به وکړو چې د خلکو لپاره بیړني کمپونه جوړ کړو، زموږ د چټک غبرګون ټیمونه به خلکو ته د اوسېدو او ډوډۍ بیړنۍ بندوبست کوي، د دې تر څنګ به زموږ روغتیايي ټیمونه د ټپیانو او هغو خلکو چې روغتیايي ستونزې ولري، درملنه کوي."

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مولوي شمس الدین حقیار، چې د سپېرې او پکتیکا د زلزله ځپلو لپاره د مرستو د جلوبولو او د همغږۍ د چارو سمبالول پر غاړه لري، د جون پر ۲۳مه له نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د افغانستان له ګاونډیو غوښتنه وکړه چې بیړنۍ مرستې وروسوي.

په عین حال کې له کابل، پکتیا او خوسته د طالبانو پوځي چارواکي زلزله ځپلو ته د پوځي چورلکو په واسطه د خوراکي توکو د لېږد چارې پرمخ وړي. د ۲۰۳ منصوري قول اردو د عامه اړیکو مرستیال جنتیار کوچي وویل، و یې لیدل چې د ډېریو کورنیو یو یا دوه کسان پاتې شوي او نور ټول وژل شوي دي.

ده وویل، د جون پر ۲۲مه یې پوځي چورلکو زلزله ځپلو سیمو ته ۲۲ پروازونه وکړل او ټپیان یې د پکتیا او پکتیکا روغتونونو ته ولېږدول.

کوچي زیاته کړه چې ځايي خلک او حکومتي کارکوونکو د ژغورنې او د مړو موندلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG