د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي پر سلګونه وګړو او شرکتونو بندیزونه ولګول


زېلېنسکي ويلي دي چې بندیزونه پر روسیې د نړیوال فشار برخه دي - پخوانی انځور.
زېلېنسکي ويلي دي چې بندیزونه پر روسیې د نړیوال فشار برخه دي - پخوانی انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د شام (سوریې) ولسمشر بشار الاسد او د شاهد په نوم د بې پیلوټه الوتکو له جوړولو د تړلیو ایرانیانو په ګډون پر سلګونه وګړو او شرکتونو (کمپنیو) بندیزونه اعلان کړي دي.

نوموړي د مارچ پر ۱۸مه وویل، د بندیزونو په نوملړ کې له ۴۰۰ څخه په زیاتو وګړو او شرکتونو کې یې زیاتره روسي دي، خو پکې هغه ایراني او شامي وګړي هم شامل دي چې "د ترهګرۍ مرسته کوي."

د زېلېنسکي د یوه فرمان له مخې، پر ولسمشر اسد "د ۱۰ کلونو لپاره بندیزونه" لګول شوي دي.

په تازه بندیزونو کې د شامي "وزیراعظم حسین عرنوس او د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد" نومونه هم شامل دي.

اوکراین په ۲۰۲۲ز کال کې له سوریې سره ډېپلوماټیک تعلقات ختم کړل.

ولسمشر بشارالاسد په وروستیو کې مسکو ته سفر وکړ او هلته یې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین "بشپړ ملاتړ" اعلان کړ.

د زېلېنسکي د بندیزونو په فرمانونو کې د روسیې، ایران او متحده عربي اماراتو کمپنیو په ګډون ۱۴۱ قانوني ادارې شاملې دي.

نوموړي ویلي دي چې دا بندیزونه پر روسیې د "نړیوال فشار" برخه دي.

روسیې، شام، ایران او متحده عربي اماراتو او په هغو هېوادونو کې شرکتونو لا د اوکرایني ولسمشر د اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

روسیې چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ نو غربي هېوادونو ورباندې یوشمېر ځلې پراخ بندیزونه ولګول. شام چې د هغه هېواد پخوانی ملاتړی دی، له یوشمېر کلونو راهیسې له غربي بندیزونو سره مخامخ دی.

داراز، پخواني امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په ۲۰۱۸ز کال کې له ایران سره د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو له اټومي موافقې ووت او ورباندې یې بندیزونه بیا اعلان کړل.

اوسني امریکايي ولسمشر جو بایډن په هغه موافقه کې د بیاورګډېدو په موخه مذاکرات کړي دي خو پر تهران بندیزونه برقرار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG