د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي تړون ژغورلو لپاره خبرې بیا پیل شوې دي


د ایران د ۲۰۱۵ز کال په اټومي تړون کې د امریکا بیا ورشاملولو لپاره مذاکرات په ۲۰۲۱ز کال کې پیل شوي ول - انځور: ارشیف
د ایران د ۲۰۱۵ز کال په اټومي تړون کې د امریکا بیا ورشاملولو لپاره مذاکرات په ۲۰۲۱ز کال کې پیل شوي ول - انځور: ارشیف

د ایران او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمینځ د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې ژغورلو لپاره د خبرو اترو نوی پړاو پیل شوی دی.

مذاکرات د اګست پر څلورمه په ویانا کې د ایران د مشر مرکچي علي باقري کني او د اروپايي ټولنې د سلاکار اېنریکې مورا ترمینځ له ملاقات سره پیل شول.

مورا به یو ځل بیا د ایران لپاره د امریکا له ځانګړي استازي رابرټ مېلې او کني سره ویني، هغه ځکه چې ایران له امریکا سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

د ایران د ۲۰۱۵ز کال په اټومي تړون کې د امریکا بیا ورشاملولو لپاره دا مذاکرات په ۲۰۲۱ز کال کې پیل شوي ول خو د ۲۰۲۲ز کال په فېبروري میاشت کې د خبرو له وروستي پړاو راهیسې درېدلي ول.

د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ واشنګټن له موافقې ایستلی وو او پر ایران یې نور بندیزونه لګولي وو.

رابرټ مېلې د اګست پر درېیمه وویل چې هغه د مذاکراتو لپاره ویانا ته روان دی خو ورڅخه "ډېره تمه نه لري."

د ایران مشر مرکچي علي باقري کني په یو ټویټ کې ویلي چې "باید امریکا سنجیدګي وښيي او په ذمه دارۍ عمل وکړي."

ایران له امریکا ، بریتانیا ، فرانسې، جرمني، روسیې او چین سره په تړون کې ژمنه کړې وه چې که ورباندې اقتصادي بندیزونه ختم شي نو خپل اټومي پروګرام به محدود کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG