په یمن کې د بېلتونپالو مشر عیدروس قاسم عبدالعزیز زبیدي متحده عربي اماراتو ته تښتېدلی دی.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو لیکلي دي چې د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف د جنورۍ پر اتمه دا خبر تایید کړی دی.
د زبیدي په مشرۍ د یمن د بېلتونپالو ډله د پراخو سیمو د نیولو او د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي.
رويټرز اژانس لیکي چې د یمن پر سر د خلیج د دوو مهمو تېل پیدا کوونکو هېوادونو سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ترمینځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي.
تمه کېده چې زبیدي د جنورۍ پر اتمه د سعودي عرب په پلازمېنه ریاض کې د جنوبي یمن د ناکراریو اړوند په یوه غونډه کې برخه واخلي خو نوموړی هلته نه دی ورغلی.
په یمن کې وضعیت تر هغې وروسته خراب شو چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ لرونکو بېلتونپالو یې یوشمېر سیمې ونیولې.
په هغه هېواد کې له څه باندې یوه لسیزه مخکې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې ناکراري دوام لري.
هلته په ۲۰۱۴ز کال کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو د حکومت پر وړاندې جګړه پیل کړه، په ۲۰۱۵ز کال کې یې پلازمېنه صنعا ونیوله او د هغه وخت ولسمشر یې سعودي عرب ته تېښتې ته اړ کړ. تر دې وروسته د سعودي عرب په مشرۍ نړیوال اېتلاف د حوثیانو پرضد جګړه پیل کړه.
حوثیان د یمن پر پلازمېنه صنعا او یوشمېر نورو شمالي سیمو واکمن دي خو نړیواله ټولنه یې حکومت په رسمیت نه پېژني.
ریاض د یمن د ولسمشرۍ یا ریاست جمهوري د مشرتابه شورا ملاتړ کوي او حکومت یې په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل شوی دی. د هېواد یوشمېر جنوبي او مشرقي سیمې د هغه حکومت تر واک لاندې دي.
داراز، د عدن په ګډون یوشمېر جنوبي سیمې د متحده عربي اماراتو ملاتړ لرونکې جنوبي انتقالي شورا تر کنټرول لاندې دي.