د لاسرسي ځای

تازه خبر

یاغیانو د عدن نیولو هڅې توندې کړې دي


رپورټونه وايي، په یمن کې شیعه یاغیانو د عدن ولسمشریزه ودانۍ نیولې ده او دا چې یاغیانو د دې ښار نیولو لپاره هڅې توندې کړې دي.

تېره ورځ دا پرمختګ پر داسې مهال وشو چې د سعودي عرب په مشرۍ جوړ اېتلاف له یوې اوونۍ راهیسې پر یمن هوايي بریدونه کوي چې د یاغیانو وړاندې تګ مخه ونیسي. کله چې ښکاره شوه چې شیعه حوثي یاغیان د عدن نیولو ته نېږدې شوي دي نو تېره اوونۍ ولسمشر عبدالربو منصور هادي سعودي عرب ته وتښتېد.

تر دې مخکې هادي هغه مهال په یاد ښار کې پناه اخیستې وه چې حوثیانو پلازمېنه صنعا ونیوله. تېره ورځ سعودي عرب وویل، د یمن له پولې سره نېږدې په ډزو کې د دوی یو سرتېری ووژل شو او ۱۰ ژوبل شول. د یوه بل خبر تر مخه، د القاعدې مشکوکه وسله والو په ساحلي ښار مکلا کې پر یوه زندان حمله وکړه او لږ تر لږه ۱۵۰ بندیان یې خوشې کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG