سعودي عرب ویلي په یمن کې د پینځه ورځني اوربند پیلولو ته چمتو دی چې هغو میلیونونو خلکو ته بشري مرستې ورسول شي چې شخړې ګواښلي دي.
د پنجشنبې پر ورځ د دې اوربند وړاندیز د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر او د ده امریکايي سیال جان کیري په ګډه وکړ.
دا په داسې حال ده چې د سعودي عرب په مشرۍ اېتلاف ویلي، د یمن حوثي یاغیان به ((سخت او دروند قیمت ادا کوي)) ځکه چې یاغیانو د سعودي عرب په سرحدي سیمه کې لږ تر لږه پینځه کسان ووژل.
د اېتلاف ویاند برید جنرال احمد عسیري وویل، ((د سعودي عرب حفاظت د اېتلاف او سعودي ځواکونو لپاره تر ټولو مهمه ترجیح ده.)) ده وویل، د غبرګون عملیات ((اوس پیلېږي)) او پکې به د (([حوثيانو] ټول مشران، د هغوی تر واک لاندې سیمې او د مشرتابه مرکزونه په نښه کوي. او دا چې دا به محدود عملیات نه وي.)) یمنیو یاغیانو لا د اوربند وړاندیز په ځواب کې څه نه دي ویلي.