د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ځوانو ډاکټرانو د تنخاګانو نه زیاتېدو ضد احتجاجي کاربندیز کړی دی


ډاکتران وايي، د سېپټېمبر پر ۲۷مه یې په لېډي رېډنګ روغتون کې له کاره پرېکون کړی دی - پخوانی انځور.
ډاکتران وايي، د سېپټېمبر پر ۲۷مه یې په لېډي رېډنګ روغتون کې له کاره پرېکون کړی دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو ټولنې په تنخاګانو کې د زیاتوالي او نورو غوښتنو لپاره په هسپتالونو کې له کار کولو پرېکون (بایکاټ) کړی دی.

ډاکټرانو د سېپتېمبر له ۲۶مې راهیسې په روغتونو کې خدمات ورکول ځنډولي او وايي چې څو وارې یې احتجاجونه کړي خو غوښتنې یې نه دي منل شوی نو ځکه پرېکون ته اړ شول.

د صوبې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکټر زبیر ظاهر مشال را‌ډيو ته وویل چې له پینځو کلونو راهیسې د تربیتي ډاکټرانو تنخاګانې نه دي زیاتې شوې.

ظاهر وویل د تنخاګانو د زیاتولو تر څنګ نورې غوښتنې هم لري. ''په نړۍ کې که په هسپتال کې چېرې هم څوک شور کوي نو هغه د حکومت کار وي چې د هغوی [مخه] ونیسي. په هغه سلسله کې موږ ډېر احتجاجونه کړي. موږ د سېپټېمبر پر ۲۷مه په [لېډي رېډنګ هسپتال] کې [احتجاج] کوو، او پر ۲۸مه به یې په [خیبر ټیچنګ هسپتال] کې کوو. که حکومت بیا هم زموږ پر غوښتنو غوږ و نه ګراوه نو په ټوله صوبه کې به احتجاج کوو.''

نوموړي وویل، کله نا کله ځینې کسان پر طبي عملې او ډاکټرانو تشدد کوي او د دې مخنیوی هم د ډاکټرانو په غوښتنو کې شامل دی.

ده زیاته کړه چې په ۲۰۲۰ز کال کې یې د تحفظ لپاره یو قانون منظور شوی وو خو تر اوسه نه دی عملي شوی.

احتجاج کوونکي ډاکټران وايي چې تر هغې به یې احتجاج روان وي تر څو چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د لېډي رېډنګ هسپتال ویاند عاصم خان مشال راډیو ته وویل چې د ډاکټرانو د کاربندیز له امله هسپتالونو کې خدمتونه متاثره کېږي خو دوی وار له مخه ورته انتظامات کړي چې مریضان له ستونزو سره مخامخ نه شي.

XS
SM
MD
LG