د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ډاکترانو د دوو ورځو لپاره کاربندیز ځنډولی


خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو کاربندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:16 0:00

ډاکترانو د مې پر ۱۴مه پر یوه ملګري ډاکتر تر تشدد وروسته کاربندیز پیل کړ

پېښور - د خیبر پښتونخوا ډاکترانو ویلي دي چې د ناروغانو ستونزو کمولو په نیت یې د دوو ورځو لپاره د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې د کاربندیز ختمولو پرېکړه کړې.

د خیبر پښتونخوا د ډاکترانو سازمان یوه غړي ډاکتر احمد زېب د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، د مې ۱۹مې شپې مهال یې په غونډه کې فیصله وکړه ځکه چې د مې پر ۲۱مه یې د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر محمود خان سره ملاقات دی.

لېډي ریډنګ او خیبر ټیچنګ یا شېرپاو د پېښور تر ټولو لوی روغتونونه دي چې ورته نه یوازې له ښاره بلکې له قبایلي سیمو، د خیبر پښتونخوا له نورو برخو او افغانستانه هم خلک علاج ته ورځي.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ښارونو کې ډاکترانو د مې پر ۱۴مه تر هغې وروسته په روغتونونو کې کاربندیز پیل کړ چې د پېښور د خیبر یا شېرپاو اسپتال پر یوه ډاکتر ضیاالدین د تشدد خبرونه خپاره شول.

نوموړي تور پورې کړل چې د صحت صوبايي وزیر هشام انعام الله ساتونکو وهلی دی خو هغه دا تور رد کړی.

تر دې وروسته، د خیبر پښتونخوا د سرکاري روغتونونو ډاکترانو وايي، د روغتیا صوبايي وزیر او ځېنو نورو اړونده چارواکو تر استعفا پورې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

ډاکتر احمد زېب وویل، له وزیراعلا سره د غونډې پر وخت هلته د صوبې د روغتیا وزیر هشام انعام الله موجودګي نه مني.

د پېښور، کواټ، سوات او ځېنو نورو سیمو سرکاري ډاکترانو ویلي چې پخوا یې احتجاج د هغوی د کاري نظام او جوړښت بدلولو حکومتي اقدام ضد وو خو اوس یې د کاربندیز موخه د روغتیا صوبايي وزیر له دندې ګوښه کول دي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي د مې پر ۱۶مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ډاکترانو ټولې غوښتنې یې منلې دي.

نوموړي د مې پر ۱۹مه هم دا خبره تکرار کړه او زیاته یې کړه چې حکومت له ډاکترانو سره مذاکراتو او د هغوی "جایزو غوښتنو" پوره کولو ته تیار دی.

خو ده ګواښ وکړ چې د هغو ډاکترانو ضد به اقدامات کوي چې د ټولې صوبې روغتیاپالان یې د حکومت ضد پارولي دي.

د ډاکترانو د کاربندیز له وجې په پېښور، کواټ، سوات او ځېنو نورو سیمو کې ګڼ مریضان ځپل شوي او په درملنه کې یې خنډ و ځنډ پېښ شوی.

دوی وايي، د بې وزلۍ له وجې په شخصي کلینیکونو کې هم علاج نشي کولای.

د شاوخوا یوې اوونۍ کاربندیز پر مهال سرکاري ډاکترانو له بیړنیو خدماتو پرته د اسپتالونو په نورو ټولو څانګو کې خدمات نه ورکول.

XS
SM
MD
LG