د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپتمبر ۱۱مې ياد غونډه: بايډن وايي ترهګر چې هر ځای وي، ځپي یې


ولسمشر جو بایډن وايي، د ترهګرۍ ضد اقداماتو ته دوام ورکوي.
ولسمشر جو بایډن وايي، د ترهګرۍ ضد اقداماتو ته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر وايي سره له دې چې د افغانستان ماموریت پای ته رسېدلی خو د امریکا د دفاع لپاره هوډ پای نه مومي.

جو بایډن د ۲۰۰۱ز کال د سپتمبر د ۱۱مې د برید د ۲۱مې کلیزې په مناسبت د قربانیانو په یادغونډه کې وويل ترهګر چې د نړۍ هر ځای کې وي دوی یې څاري او له منځه یې وړي.

هغه زیاته کړه چې د امریکې د خوندي ساتلو لپاره ټول ګامونه اخلي، "د اسامه بن لادن وژلو ۱۰ کاله وخت ونيو خو موږ دا کار وکړ. د هغه پخوانی مرستيال او د القاعده اوسنی مشر، الظواهري مو دا اوړی له منځه یووړ. پر هغه ما د برید امر ورکړ. موږ به د ترهګرو پر ضد د مبارزې په وخت هېڅکله ارام ونه کړو. هېڅکله به هېر نه کړو. هېڅکله به پر شا نه شو. اوس نو الظواهري هېڅکله امریکایانو ته ګواښ نه شي پېښولی. له شلو کلونو وروسته د افغانستان ماموریت ختم شو خو پر امریکا د بل برید د مخنیوي لپاره زموږ هوډ پای نه مومي."

ولسمشر بایډن وویل د امریکا دفاع او استخبارات حالات څاري او ترهګر چې د نړۍ په هر ځای کې سر پورته کړي، هدف به وګرځول شي. نوموړي د اګست په لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې د جولای پر ۳۱مه یې په ډرون برید کې په کابل کې مېشته د القدعده وسله والې ډلې مشر، ایمن الظواهري وژلی دی. طالبان وايي چې له دغه ځايه یې د ظواهري مړی نه دی موندلی.

هر کال د سپتمبر پر ۱۱مه سهار مهال د وژل شویو د یاد غونډې کېږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه القاعده شبکې څلور الوتکې یرغمل او پر امریکا یې بریدونه وکړل. دوه الوتکې یې په نيو يارک کې د نړیوالې سوداګرۍ مرکز له دنګو ودانیو سره وجنګولې او پر یوې بلې یې په ویرجینیا کې د امریکا دفاع وزارت پينټاګان ودانۍ هدف وګرځوله. څلورمه الوتکه هدف ته تر رسېدو دمخه په یوه ډاګ کې ولوېده. په دغو بریدونو کې ټول ۲،۹۷۷ کسان ووژل شول. بریدونو د القاعده وسله والې ډلې ۱۹ غړيو کړي‌ وو چې پخپله هم ووژل شول. په دې حملو کې ۲۵ زره امریکایان ټپيان شول.

امريکا هغه مهال تور پورې کړی وو چې دا حملې هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره ناست، د القاعدې ترهګرۍ اعلان شوې ډلې، مشر اسامه بن لادن پلان کړې وي. واشنګټن له طالبانوو وغوښتل چې بن لادن ورته وسپاري خو هغوی داسې ونه کړل. امریکا تر دې وروسته پر افغانستان برید وکړ.

خو اسامه بن لادن په پاکستان کې راووت. امریکايي ځواکونو نوموړی په ۲۰۱۱ز کال کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملیاتو کې وواژه.

امريکا په افغانستان کې پيل کړې د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه په رسمي ډول له افغانستانه د وروستي امریکایي پوځي په وتلو پای ته ورسوله.

XS
SM
MD
LG