د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان د ترهګرۍ مخنیوي لپاره پر همکارۍ زیاتولو ټینګار کړی دی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو سېکرټر سید حیدر شاه (له ښي لوري لومړی) د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې له چاروکي کرېسټوفر لینډبرګ سره - د مارچ اوومۍ انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو سېکرټر سید حیدر شاه (له ښي لوري لومړی) د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې له چاروکي کرېسټوفر لینډبرګ سره - د مارچ اوومۍ انځور.

د امريکا او پاکستان پلاویو په اسلام اباد کې پر "ترهګرۍ ضد" موضوعاتو خبرې کړې دي او په دې لړ کې یې د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د مارچ پر شپږمه او اوومه د خبرو لپاره د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت یو سېکرټر سید حیدر شاه او د امریکايي پلاوي مشري د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ چارواکي کرېسټوفر لینډبرګ وکړه.

په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د مارچ پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې هغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې په "پاکستان او سیمه کې د ترهګرۍ پرضد" خبرې وشي او پر دې توجه وشي چې دواړه هېوادونه څنګه کولای شي چې "سیمې او نړۍ ته د ورپېښو امنیتي ګواښونو، د وسلوالو ډلو تمویل او له تشدده د ډکې سختدریځۍ" د مخنیوي لپاره "همکاري زیاته" کړي.

په بیان کې راغلي چې دواړو لوریو پر دې موضوعاتو د خبرو زیاتولو هوډ وښود او پر دې یې موافقه وکړه چې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ په موخه دې د ترهګرۍ ضد پروګرامونه بحال شي او یا دې نورې لارې ولټول شي.

د امریکا سفارت وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې د بحث پیلول د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځ په مختلفو برخو کې د "پراخې همکارۍ ښکارندويي" کوي.

دا بحث په داسې وخت کې شوی چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په پاکستان کې وسلوالې حملې زیاتې شوې دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات کړي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي. د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، وفاقي وزیران، د صوبو اعلا وزیران، د سېنېټ غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شریک وو.

داراز، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

تر دې مخکې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال هم ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

XS
SM
MD
LG