د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي پلاوی پر "ترهګرۍ ضد چارو" د بحث لپاره د پاکستان په سفر دی


په کراچۍ کې سرتېري د پولیسو پر مرکز تر برید وروسته د عملیاتو پر مهال - د فبرورۍ ۱۷مې انځور.
په کراچۍ کې سرتېري د پولیسو پر مرکز تر برید وروسته د عملیاتو پر مهال - د فبرورۍ ۱۷مې انځور.

د امريکا يو پلاوی د "ترهګرۍ پرضد پر موضوعاتو" د خبرو اترو لپاره د مارچ له پینځمې څخه د پاکستان په سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر پینځمه په بیان کې ویلي دي چې د وزارت یو سېکرټر سید حیدر شاه د خپل هېواد د پلاوي مشري کوي.

تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر درېیمه ناوخته په يوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د امریکايي پلاوي مشري د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږۍ چارواکی کرېسټوفر لینډبرګ کوي.

بیان زیاتوي‌ چې یاد پلاوی به د مارچ پر شپږمه او اوومه په "پاکستان – امريکا ترهګرۍ ضد بحث" کې ګډون کوي.

دا بحث په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په پاکستان کې وسلوالې حملې زیاتې شوې دي او تحريک طالبان پاکستان ډلې هم د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند تر ختمولو وروسته بریدونه زیات کړي دي.

په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په یوشمېر نورو برخو کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې، جلسې، لاریونونه او احتجاجي ناستې شوې دي. په دې لړ کې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د ولسي پاڅون په نامه پراخې غونډې هم شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فبرورۍ پر ۲۴مه د اپېکس کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې چارواکو وویل چې په ملک کې د سیاسي کرارۍ او اقتصادي ودې لپاره "د ترهګرۍ ختمول اړین" دي. د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هغه غونډه کې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، وفاقي وزیران، د صوبو اعلا وزیران، د سېنېټ غړي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي هم شریک وو.

داراز، د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف د فبرورۍ پر درېیمه ویلي ول چې حکومت پرېکړه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد به د وفاق او صوبو ترمینځ یو شان پالیسي عملي کوي.

تر دې مخکې، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير د ډېسېمبر پر ۲۳مه شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال هم ویلي ول چې پوځ امنیتي حالاتو ته توجه ورکوي او "د ترهګرۍ مخنيوي ته ژمن" دی.

افغانستان کې د داعش ګواښ

د امریکا پلاوی پر داسې مهال په پاکستان کې پر ناامنۍ خبر کوي چې د هغه ملک په ګاونډي هېواد افغانستان کې د وسلوالې ډلې اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې هم د یوشمېر بریدونو ذمه واري منلې ده.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې امريکايي چارواکي له پاکستانه غواړي چې په افغانستان کې باید د طالبانو په واکمنۍ کې وسلوالې ډلې قوي نه شي.

خو طالب چارواکو په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا د داعش ډلې د ځپلو دعوه کړې. د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د مرکې لنډه ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړی وايي چې په "افغانستان کې داعش نور په ورکېدو دی."

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي ول چې په وروستیو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وسلوال له "یوشمېر هېوادونو" افغانستان ته ورغلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دا و نه ویل چې وسلوال له کومو هېوادونو څخه او د افغانستان کومو برخو ته ورغلي، خو دعوه یې وکړه چې داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ بلکې یوه "ستونزه" ده.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر دې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ویلي ول چې داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.

د فبرورۍ پر نهمه په هغه غونډه کې د امنیت شورا یوشمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌ خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغو هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

XS
SM
MD
LG