د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي داعش کابل کې پر يوشمېر سفارتونو د بريد خبرداری ورکړی


د ملګروملتو د راپور له مخې، په کابل کې د ایران، هند او چین سفارتونه ګواښل شوي دي ــ انځور له ارشيفه
د ملګروملتو د راپور له مخې، په کابل کې د ایران، هند او چین سفارتونه ګواښل شوي دي ــ انځور له ارشيفه

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې په کابل کې پر یوشمېر سفارتونو د برید خبرداری ورکړی دی.

د فبرورۍ پر اتمه ملګرو ملتونو په راپور کې ویلي، په کابل کې د هند، چین او ایران سفارتونه ګواښل شوي دي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا ډول ګواښونه بې اساسه اوازې دي.

د هغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته دا خبره "بې اساسه او درواغ" وبلله او زياته يې کړه چې امنیتي ځواکونه یې هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د چا ژوند ته خطر پېښ شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له‌ مخې، د ترکیې او قطر سفارتونو د امنیتي ګواښونو له کبله د "لوړ کچ امنیتي ترتیبات" نیولي دي.

د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵ مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د امریکا په شمول کابو ټولو لوېدیزو هېوادونو خپل سفارتونه له کابله و ایستل او قطر ته یې یووړل.

ملګرو ملتونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې پر اساس ویلي، سعودي عرب د فبرورۍ پر دويمه د "سختدریځو ډلو د ګواښونو له کبله" په کابل کې خپل سفارت "بند کړ" او خپل ډېپلوماټان یې اسلام اباد ته ولېږدول.

سعودي یو له هغو اوو هېوادونو څخه وو چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی وو.

طالبان ادعا کوي چې داعش یې له‌ مينځه وړی او نور په افغانستان کې کومه سیمه تر کنټرول لاندې نه‌ لري، خو اوس هم هغه ډله په افغانستان کې د طالبانو لپاره تر ټولو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي او په تېر نېږدې یو نیم کال کې هغې ډلې په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړې دي.

هغې ډلې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همداراز په هغه ښار کې پر یوه هوټل چې چینایان پکې اوسېدل، د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG