د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې ولسمشریز او پارلېماني انتخابات روان دي


د مې پر ۱۴مه په استنبول کې انتخاباتي چارواکی یو کس ته د رایې اچونې کاغذونه ورکوي.
د مې پر ۱۴مه په استنبول کې انتخاباتي چارواکی یو کس ته د رایې اچونې کاغذونه ورکوي.

په ترکیه کې د مې ۱۴مې پر سهار خلکو په ولسمشریزو او پارلېماني انتخاباتو کې د خپلو رایو کارول پیل کړي دي.

د ترکیې له ۸۵ مېلیونه څخه یې شاوخوا ۶۰ مېلیونه ووټ کارولای شي چې ورڅخه یې څه باندې درې مېلیونه وګړي له هېواده بهر ژوند کوي.

دا د هغه هېواد په تېر ۱۰۰ کلن تاریخ کې یو له تر ټولو پرېکنده انتخاباتو بلل کېږي چې په پایله کې یې کېدای شي د ولسمشر رجب طیب اردغان ۲۰ کلن واک پای ته ورسي او د هغه د حکومت د مخ په زیاتېدونکي استبدادي لوري مخه ډب کړي.

د مې ۱۴مې په انتخاباتو کې د خلکو رایه اچونه به نه یوازې دا فیصله وکړي چې د ناټو اېتلاف د غړې ترکیې مشري به څوک کوي او هغه هېواد به څنګه اداره کېږي ځکه چې اقتصاد یې خراب دی او د انفلېشن (افراط زر) له کبله ګرانۍ د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.

له دې پرته به انتخاباتي نتیجه دا هم وښيي چې د ترکیې د بهرنیو چارو د تګلارې، چې پکې په تېرو کلونو کې غیرمتوقع بدلونونه راغلي، لوری به څه وي.

د نظرپوښتنو له مخې، د ولسمشر اردغان مهم سیال کمال قیلیچدار اوغلو دی چې د شپږو مخالفه ګوندونو د اېتلاف مشر دی او له نوموړي څخه لږ مخکې دی.

اردغان له نېږدې دوو لسیزو راهیسې په ترکیه کې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه پاتې شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG