د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې د مې پر ۱۴مه عام انتخابات کېږي


په ترکیه کې د ولسمشرۍ لپاره څلور نوماندان سيالي کوي ــ انځور له ارشيفه
په ترکیه کې د ولسمشرۍ لپاره څلور نوماندان سيالي کوي ــ انځور له ارشيفه

د مې په ۱۴مه به په ترکیه کې پارلېماني او د ولسمشرۍ لپاره انتخابات کېږي چې شاوخوا ۶۰ ميلیونه خلک به پکې رایې اچوي.

په دوی کې درې ميلیونه او څلور لاکه یې له هېواده بهر ژوند کوي.

په دې انتخاباتو کې د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره څلور کسان سيالي کوي، خو نظرپوښتنې ښیي چې د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د حکومت مخالفه ډلې مشر کمال قیلیچدار اوغلو ترمينځ ښايي سخته سیالي وشي.

اردوغان له ېږدې دوو لسیزو راهیسې په ترکیه کې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه پاتې شوی دی. په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه تر ټولو سخت سیال، اوغلو د شپږو بېلابېلو نظریاتو لرونکو ګوندونو جوړ ايتلاف نوماند دی.

اوغلو ويلي که انتخابات وګټي نو به د ولسمشر اردوغان په پرتله په ترکیه کې جمهوري حکومتولي وکړي. د هغه په وينا غواړي هېواد له "استبدادي رهبرۍ" وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG