د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکيې په زلزله ځپلو زیاتره سيمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي


په شام او ترکيه کې زلزلې تر ۴۴ زره زیات کسان وژلي دي. پخوانی انځور
په شام او ترکيه کې زلزلې تر ۴۴ زره زیات کسان وژلي دي. پخوانی انځور

په ترکیه کې د افتونو په وړاندې د نظم ادارې د فبرورۍ پر ۱۹مه ویلي چې له دوو صوبو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې يې د ژغورنې عملیات پای ته رسولي دي.

د ادارې مشر یونس سیزر خبریالانو ته ویلي چې په زیاتره لایتونو کې د لټون او ژغورنې کارونه بشپړ شوي دي، خو په قهرمان مراس او هاتای صوبو کې اوس هم دوام لري.

په ترکیه کې د فبرورۍ پر ۶مه د ۷.۸ شدت زلزله راغلې وه چې مرکز یې په قهرمان مراس کې بازارچېک ضلع وه.

یونس سیزر ویلي چې د زلزلې له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ۴۰،۶۸۹ ته رسېدلی دی. دا زلزله په شام کې هم راغلې وه چې پکې تر اوسه پورې په دواړو هېوادونو کې تر ۴۴ زره زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG