د لاسرسي ځای

تازه خبر

نرښځیان: زموږ د خوندیتوب پر قانون دې سیاست نه کېږي


د نرښځيانو مشرانو د سېپټمبر پر ۳۰مه په کراچۍ پريس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې دغه قانون سم دی او څوک دې پرې سياست نه کوي.
د نرښځيانو مشرانو د سېپټمبر پر ۳۰مه په کراچۍ پريس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې دغه قانون سم دی او څوک دې پرې سياست نه کوي.

پاکستان کې نرښځيان وايي، د دوی د شناخت او د حقونو خوندي ساتلو په قانون کې دې بدلون ونه کړل شي.

د نرښځيانو مشرانو د سېپټمبر پر ۳۰مه په کراچۍ پريس کلب کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې دغه قانون سم دی او څوک دې پرې سياست نه کوي.

تر غونډې وروسته د نرښځيانو د اتحادیې مشرې بنديا رانا مشال راډيو ته وويل چې دوی د مذهبي ډلو لخوا پر دغه قانون د اعتراضونو غندنه کوي. د دې په خبره ياد قانون کې هېڅ يوه ماده د پاکستان له ايين او شريعت سره په ټکر کې نه ده. د نوموړې په وینا، په دې قانون کې داسې خبره نه شته چې ګنې نرښځيان له يو بل سره ودونه کولای شي.

نوموړې وړاندې وویل:

"په دې قانون کې داسې هېڅ خبره نشته چې ګینې نرښځیان له یو بل سره واده کولای شي، دا قانون یوازې زموږ د پېژندګلوۍ لپاره دی. دا مهال په ټولنه کې نرښځیان د هر چا لخوا په نخښه کېږي. هغه خلک او هغه ګوندونه هم په دې قانون نیوکې کوي چې دا قانون یې له سره لوستلی نه دی. زه غوښتنه کوم چې پر دې قانون دې نورې نیوکې او نور بحثونه نه کېږي."

له خبري غونډې وروسته د شهزادي په نوم یوې نرښځۍ مشال راډیو ته وویل، په دې قانون کې نرښځیانو ته هغه حقونه ورکړل شوي کوم چې د ایین له مخې عامو خلکو ته ورکړل شوي دي. هغې وړاندې وویل:

"موږ تعلیم غواړو، موږ د ژوند کولو حق غواړو. دا قانون په دې مقصد جوړ شوی چې د نرښځیانو د وژنې مخنیوی وشي. دا قانون موږ ته د ژوند کولو حق راکوي او زموږ پر ضد د ټولو غیرقانوني ګامونو مخنیوی کوي. موږ غوښتنه کوو چې موږ ته دې هم د انسانانو په نظر وکتل شي."

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۸ م کال کې د نرښځیانو د حقونو خوندي ساتلو قانون منظور کړ چې په کې یو نرښځي ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ټول بنیادي حقونه ورکړی شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د سېنېټ چیرمین صادق سنجراني په دې قانون کې د وړانديز شوو ترمیمونو جاج اخیستو لپاره د سپټمبر پر ۲۸مه یوه کمېټي جوړه کړه.

پاکستان کې نرښځیانو د ځان د خوندیتوب لپاره په وار وار مظاهرې کړې دي.
پاکستان کې نرښځیانو د ځان د خوندیتوب لپاره په وار وار مظاهرې کړې دي.

د نرښځیانو د حقونو قانون

د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۲ز کال کې د نرښځیو د حقونو او خوندیتوب د قانون جوړولو سپارښتنه کړې وه چې سېنېټ یې مسوده د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې منظوره کړه.

تر دې وروسته د هم هغه کال په مې کې قامي اسمبلۍ هم مسوده تایید کړه او لنډمهالي ولسمشر صادق سنجراني په هم هغه میاشت کې ورباندې لاسلیک وکړ چې د قانون په توګه نافذ شو.

په هغه قانون کې د پاکستان له اساسي قانون سره سم، خواجه سراوو ته د هېواد د نورو وګړو په څېر د حقونو ورکولو خبر شوې.

تر دې وروسته نرښځیو د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ.

په قانون کې له نرښځیو سره د توپیرپالنې مخنیوي، د میراث یا په جایداد کې د برخې ورکولو حق، د جلسو او غونډو، د ووټ ورکولو، په سرکاري دفترونو کې د کار کولو او نور حقونه شامل دي.

د نرښځیو اندېښنې او ورباندې بریدونه

د سېپټېمبر پر ۲۷مه په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د سازمان یوشمېر غړو د امنیتي اندېښنو له کبله له نوم ښوولو ډډه وکړه او مشال راډیو ته یې وویل چې په پاکستان کې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پر قانون تر بحثونو وروسته له نرښځیو څخه کرکه زیاته شوې او پر ځينو کسانو حملې هم شوې دي. هغوی له دې پرته نور معلومات ور نه کړل خو په هغه صوبه کې په تېرو کلونو کې پر نرښځیو یوشمېر بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG