د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې نرښځيو د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مظاهره کړې


د ۲۰۲۲ز کال اکتوبر پر ۱۱مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په مظاهره کې نرښځیانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ.
د ۲۰۲۲ز کال اکتوبر پر ۱۱مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په مظاهره کې نرښځیانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ.

په کراچۍ کې د نرښځيو اتحادیې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.

د اکتوبر پر ۱۱مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په احتجاجي مظاهره کې د نرښځيو اتحادیې پر غړو برسېره د بشري حقونو فعالانو هم ګډون کړی وو.

د مظاهرچیانو وينا وه چې د نرښځیو د ساتنې د ۲۰۱۸ز کال پر قانون باندې د ځینو مذهبي ګوندونو او ډلو تر نيوکو وروسته پر نرښځيو حملې زیاتې شوي او ژوند یې په خطر کې دی. دوی وویل چې د همدې وېرې له امله له خيبر پښتونخوا څخه ګڼ نرښځي کراچۍ ته کډه شوي دي.

د نرښځيانو د اتحادیې یوې غړې ذوالقرنین د مظاهرې پر وخت وویل چې له حکومت او مذهبي ډلو غوښتنه کوي چې د دوی د حقونو د ساتنې لپاره دې پر جوړ قانون ناسمه پروپېګنډه نه کوي.

نرښځیو وویل چې هغه قانون "همجنس بازۍ" ته لاره نه هواري بلکې دوی ته د ټولنې د نورو وګړو په شان د تعلیم، صحت، میراث او نوکریو حق ورکوي.

د نرښځیو د حقونو په قانون کې د بدلونونو یا ترمیمونو د ۲۰۲۲ز کال پر مسوده باندې تر هغه وروسته تود بحث پیل شوی چې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان ورباندې نیوکې وکړې او ويلي يې ول چې خلک له طبي معاینې او قانوني اسنادو پرته په شناختي کاډرونو کې خپل جنس "خواجه سرا یعنې نرښځی" لیکي.

مذهبي ګوندونه او ډلې دعوه کوي چې هغه قانون په پاکستان کې "همجنس بازۍ" ته لاره هواروي خو نرښځي او د حقونو فعالان دا تورونه ردوي.

وروسته د سېپټېمبر پر ۲۷مه، د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا د نرښځیو د حقونو د خوندیتوب د قانون جاج اخیستو لپاره د یوې کمېټۍ جوړولو وړاندیز وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG