د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نرښځیانو ټولنه له حکومته امنیت غواړي


د نرښځیو د ټولنې مشرې فرزانې ریاض (له ښي لوري لومړۍ) د فبرورۍ پر ۲۲مه د یوې نرښځۍ په وژنه کې ککړ کس ته د سزا غوښتنه وکړه.
د نرښځیو د ټولنې مشرې فرزانې ریاض (له ښي لوري لومړۍ) د فبرورۍ پر ۲۲مه د یوې نرښځۍ په وژنه کې ککړ کس ته د سزا غوښتنه وکړه.

د خیبر پښتونخوا د نرښځیو د ټولنې مشرې له حکومته غوښتي دي چې د نرښځیانو د امنیت لپاره دې اقدامات وکړي.

فرزانې ریاض د فبرورۍ پر ۲۲مه په سوات کې د یوې وژل شوې نرښځۍ د دوعا پر مهال مشال راډیو ته وویل چې که په تېرو وختونو کې د نرښځیو په وژنه کې ککړ کسان سزا شوي وای، نو پر هغوی به بریدونه کېدل.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه شپې دوه بجې وسلوالو هغه مهال د ښار په تاج چوک کې د نرښځيانو پر موټر ډزې وکړې چې هغوی له یو پروګرامه خپلې دېرې ته ستنېدل. په هغه برید کې د ماه نور په نوم نرښځۍ وژل شوې وه او بل نرښځی ژوبل وو.

فرزانې ریاض وویل، "تر دې مخکې هم خواجه سرا وژل شوي دي. د هغوی ملزمانو ته سزا نه ده ورکړل شوې. اوس که د سوات خواجه سرا وژونکي ته سزا ور نه کړای شوه نو د خواجه سراوو د وژنې سلسله چې روانه ده، پکې به نور نرښځیان هم ووژل شي."

ریاض زیاته کړه چې پولیس دې د نرښځیو د وژنو مقدمې پیاوړې جوړوي چې د ککړو کسانو بري کېدل شوني نه وي.

د فبرورۍ ۱۹مې له بریده روغې وتلې نرښځۍ ګلالۍ مشال راډیو ته وویل، ولسي وګړي هم ورسره مرسته نه کوي او په ټولنه کې عموماً ورته څوک په ښه سترګه نه ګوري.

نوموړې وویل، پر هغه شپه چې برید وشو نو ورسره چا مرسته نه کوله. "د هغه وخت تکلیف او درد ما لیدلی. زخمي ملګري مې هسپتال ته یوړل. د لیونۍ په رنګ مې منډې وهلې، چغې، کوکارې مې وهلې. په سرکاري هسپتال کې راته چا وویل، [سخت ژوبل] خواجه سرا دې په پر دې لاره بوځه، هغه وارډ ته یې یوسه. چا راته لاره هم نه جوړوله. په موږ خواجه سراوو پسې خلک خندا کوي."

په سوات کې له نرښځیو سره په قانوني برخه کې مرسته کوونکې فعاله ډاکتره یاسمین ګل چې په دوعا کې ناسته وه، مشال راډیو ته یې وویل، له پولیسو غواړي چې د نرښځیو په وژنو او ورباندې په تشدد کې ککړ کسان سزا کړي.

د مینګورې ښار د پولیسو یو افسر باچا حضرت د فبرورۍ ۱۹مې تر پېښې وروسته رسنیو ته ویلي ول چې پر نرښځیو یې د برید په تړاو یو کس نیولی او د قتل اقدام په تور یې ورباندې مقدمه دایره کړې.

نوموړی وايي، د هغې پېښې لامل شخصي شخړه وه او زیاتوي چې پولیس له قانون سره سم، له هر وګړي سره مرسته کوي.

په پاکستان کې وخت په وخت پر نرښځیو حملې کېږي چې پرضد یې په هغه هېواد کې پراخې مظاهرې شوې دي.

د فبرورۍ پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په کواټ کې یو کس خپل نرښځی ورور وواژه او دوه یې ژوبل کړل. د وژل شوي نر ښځي پلار عارف سليم پوليسو ته ويلي چې د ده زوی طارق سليم د کور له خلکو سره اړیکې پرې کړې وې او په تيرا بازار کې له نورو نرښځیو سره اوسېده.

XS
SM
MD
LG