د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت کابل کې د داعش ډلې د ۲ مشکوکو وسلوالو وژلو دعوه کړې


د طالبانو د حکومت سرتېري په کابل کې پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د طالبانو د حکومت سرتېري په کابل کې پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په کابل کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې پر یوه پټنځي په عملیاتو کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د بل هغه د نیولو دعوه کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۶مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې عملیات د یکشنبې (اتوار) پر ماښام د کابل د خیرخانې مېنې په ذاکرین وړوکي ښار کې شوي دي.

ده دعوه کړې چې داعش هغو غړو د "تخریبي کړنو پلان" درلود. نوموړي له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې یوشمېر ځلې د داعش ډلې خلاف د عملیاتو او پکې یې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي.

طالب چارواکو د فبرورۍ پر ۱۴مه هم د کابل په کارته نو کې په عملیاتو کې د داعش ډلې د یوشمېر مشکوکه وسلوالو د وژنې او د ښځو او ماشومانو د نیولو دعوه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د خونړیو بریدونو ذمه واري منلې ده.

هغې ډلې په جنورۍ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د هغې چاودنې ذمه واري هم منلې وه چې د یاد وزارت یوشمېر ډېپلوماټان او کارکوونکي پکې وژل شوي ول.

خو طالب چارواکو په وروستیو میاشتو کې په بیا بیا د داعش ډلې د ځپلو دعوه کړې. د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن د فبرورۍ پر ۲۷مه پر ټوېټر د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره د مرکې لنډه ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړی وايي چې په "افغانستان کې داعش نور په ورکېدو دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د فبرورۍ پر ۱۹مه وویل چې په وروستیو کې د داعش ډلې د خراسان څانګې وسلوال له "یوشمېر هېوادونو" افغانستان ته ورغلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر هغه ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې دا و نه ویل چې وسلوال له کومو هېوادونو څخه او د افغانستان کومو برخو ته ورغلي، خو دعوه یې وکړه چې داعش د افغانستان لپاره ګواښ نه‌ بلکې یوه "ستونزه" ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فبرورۍ پر نهمه نېټه وویل، داعش غواړي په کابل کې د ایران، هند او چین په سفارتونو بریدونه وکړي.

په هماغه غونډه کې د امنیت شورا یوشمېر غړو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌ خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

هغو هېوادونو اندېښنه وښوده چې داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده.

تر هغې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) وسلوالې ډلې ګواښ لا هم شته.

نېډ پرایس د فبرورۍ پر ۱۳مه اوونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې "د داعش خراسان څانګه ډېره خطرناکه ډله ده."

XS
SM
MD
LG