د خيبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د خپل ګوند د ځوانانو د یو "ځانګړي ځواک" جوړولو اعلان کړی دی.
اپرېدي د فبرورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په هغه ځواک کې به له ټول پاکستانه ځوانان شاملوي.
نوموړي وویل، "د دې ځواک ګډونوالو ته به موږ تر وړوکي اختر وروسته د غړیتوب کارډونه ورکوو او هغوی به د عمران خان د خوشې کولو لپاره پرامنه مبارزه کوي."
دا تر هغه وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۱۸مه د پي ټي ای پلويانو د پېښور های کورټ په امر پر بېلابېلو سړکونو او د پېښور او اسلام اباد ترمينځ لويې لارې روان احتجاجونه پای ته ورسول.
په عين حال کې پر هم هغه ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان په پارلېمان کې د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد "تحریک تحفظ ايين پاکستان" هم د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم عمران خان د روغتیا د اندېښنو په اړه د خپل پینځه ورځني پرلت د پای ته رسولو اعلان وکړ.
د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ مشرانو غوښتنه وکړه چې د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې د بندي عمران خان شخصي ډاکټرانو او خپلوانو ته دې له هغه سره د لیدو اجازه ورکړل شي.
د عمران خان روغتيايي حالت
په اډیالې زندان کې د بندي عمران خان د سترګې ديد یا نظر اغېزمنېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د هغه کورنۍ، د ګوند غړو او په پارلېمان کې د مخالفو ګوندونونو غړو احتجاج پيل کړی وو.
سپريم کورټ د هغه وکیل سلمان صفدر د عدالت د ملګري په توګه ټاکلی او هغه ته یې مسوولیت سپارلی چې د عمران خان د روغتیا او په زندان کې هغه ته د ورکړل شویو اسانتیاوو په اړه دې راپور وړاندې کړي.
نوموړي ستر عدالت ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي چې عمران خان یوې سترګې ۸۵ فیصده دید له لاسه ورکړی دی.
د عدالت په امر د متخصصو ډاکټرانو یوې ډلې په اډیالې زندان کې د عمران خان تفصيلي طبي معاینه ترسره کړې او په هغه راپور کې چې سپریم کورټ ته وړاندې شوی، دعوه شوې ده چې د پخواني وزيراعظم د سترګو دید ۷۰ سلنه ښه شوی دی.
د پاکستان حکومت هم په وار وار ويلي دي چې عمران خان یې روغتون ته لېږدولی او هلته یې ورته د سترګو درملنه کړې ده.
د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ ویلي د پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتون ډاکتر د عمران خان سترګې لیدلې دي او زیاته کړې یې وه چې هغه "روغ رمټ" دی.
د پېمز روغتون مشر ډاکټر رانا عمران سکندر هم د جنورۍ پر ۳۱مه په یو ویډیويي پیغام کې ویلي ول چې نوموړی روغ دی.
د عمران خان زنداني کېدل
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.
نوموړی بیا د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.
داراز، د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۰مه په زندان کې ځانګړي عدالت په یوه مقدمه کې عمران خان او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.
د توشه خانې په دویمه قضیه کې پر عمران خان او د هغه پر مېرمنې بشرا بي بي تور پورې شوی وو چې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو دولتي ډالۍ یې په خورا کمه بیه اخیستې او ترلاسه کړې وې. خو هغوی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.
عمران خان عدالتي پرېکړه رد کړه او پر هم هغه ورځ یې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو پر مهال خپل ګوند ته د احتجاجي تحریک پیلولو سپارښتنه وکړه. تحریک انصاف داراز وايي، د پرېکړې ضد په اعلا عدالت کې درخواست دایروي.
عمران خان، د هغه ښځه بشرا بي بي او تحریک انصاف وايي، پر وړاندې یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.