د لاسرسي ځای

تازه خبر

خان جان الکوزی: پاکستان په کراچۍ کې د ایسار افغان کانټینرو پر لېږد سلا شوی


الکوزي وویل له ۳۷۰۰ کانټینرونو څخه یې په ۳۶۲ کې ممنوعه مواد بار دي ـ پخوانی انځور.
الکوزي وویل له ۳۷۰۰ کانټینرونو څخه یې په ۳۶۲ کې ممنوعه مواد بار دي ـ پخوانی انځور.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو یو مخکښ مشر وايي چې پاکستانیو چاارواکو ورسره د هغو زرګونو کانټینرو د لېږد موافقه کړې ده چې په کراچۍ بندر کې ایسار دي.

خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۶مه، مشال راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ خونو د مشر یونس مومند په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره غونډې وکړې چې پکې پرېکړه شوې چې افغانستان ته به د زیاترو کانټینرو لېږد د نومبر له ۱۷مې پیل شي.

ده وویل، "له ۳۷۰۰ کانټینرونو څخه یې په ۳۶۲ کې ممنوعه مواد بار دي. دا به یا افغانان د پاکستان محصول [په پرې کولو هلته] خرڅوي او یا به یې بیا [صادروي]، بل ملک ته یې وړي او که هر چېرته یې وړي، لېږدولای یې شي. پاتې چې څومره کانټینر دي هغه به په پخواني سېسټم محصولېږي او افغانستان ته به لېږدول کېږي."

الکوزي زیاته کړه چې د پاکستان چارواکو ورته ویلي دي چې په راتلونکې کې د سوداګرۍ پر شرایطو په کابل کې د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي. اسلام اباد لا له افغان سوداګرو سره د موافقې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي د نومبر پر ۱۴مه د پاکستان د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني څخه د کانټینرو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

هغه کانټینرونه په خوړو، برقي سامانونو، د مشینونو په پرزو، رخت او کیمیاوي مواد بار دي. اسلام اباد وايي چې داسې شیان د افغانستان په نوم واردېږي چې هلته یې اړتیا نه شته او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې له کبله یې ورته مالي زیان اوړي.

اسلام اباد تېره میاشت له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د پاکستان کسټم یا ګمرک ادارې په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکي ګاډي د کاغذونو تاييدولو او نورو چارو لپاره د مالونو پر سر ۱۰ فیصده ټیکس ولګاوه چې پخوا دا پیسې نه اخیستل کېدلې. اسلام اباد داراز له افغان سوداګرو د نغدو پیسو د بیمې پر ځای د بانک بیمې شرط هم کیښود.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانزېټ تجارت تړون په لومړي ځل په ۱۹۶۵ز کال کې شوی وو. د هغه تړون له مخې، يوازې افغانستان کولای شول چې د پاکستان له بندرونو سامانونه یوسي او پاکستان ته دا اجازه نه وه چې د افغانستان له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره سوداګري وکړي.‌

خو په ۲۰۰۳ز او ۲۰۱۰ز کلونو کې په هغه موافقه کې نوي بدلونونه وشول. د هغو بدلونونو مقصد سوداګري اسانول او سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو ورکول شامل دي. په زیاتره لېږدوونکو مالونو کې وريژې، چای، بوره يا چيني، رخت، برېښنايي توکي، غوړي، د موټرو پرزې او ټایرونه شامل دي.

د د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په سر له پخوا موجودې لانجې لا پسې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG