د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټېنرونه بند پاتې دي


چارواکي وایي د افغان سوداګرو نېږدې ۳۰۰۰ کنټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پراته دي ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي د افغان سوداګرو نېږدې ۳۰۰۰ کنټینرونه د کراچۍ په بندر کې بند پراته دي ـ پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۳،۰۰۰ کانټېنرونه بند پاتې دي طالبانو له پاکستانیو چارواکو د هغو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې کانټېنرونو د خوشې کېدو په هدف له پاکستاني چارواکو په تېره بیا د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبرې کړې دي.

د فرانس‌پرېس په یوه راپور کې راغلي چې عزیزي له جیلاني غوښتي چې د افغان سوداګرو هغه زرګونه کانټینره مال خوشئ کړي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.

اسلام اباد تېره میاشت له افغانستان سره په ټرانزېټ تجارت تړون (اپټا) کې بدلون وکړ او د افغان سوداګرو له خوا یې پر واردوونکو مالونو د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

د پاکستان کسټم یا ګمرک ادارې په کراچۍ کې افغانستان ته تلونکي ګاډي د کاغذونو تاييدولو او نورو چارو لپاره د مالونو پر سر ۱۰ فیصده ټیکس ولګاوه چې پخوا دا پیسې نه اخیستل کېدلې. اسلام اباد داراز له افغان سوداګرو د نغدو پیسو د بیمې پر ځای د بانک بیمې شرط هم کیښود.

د فرانسې خبري اژانس ته په پېښور کې د افغانستان په قونسولګرۍ کې یوه طالب چارواکي ویلي چې "په سلګونو دا کانټېنرونه له څو میاشتو راهیسې ولاړ دي، په داسې حال کې چې ځینې یې له یوه کال څخه زیات بند پاتې دي."

پاکستاني چارواکي بیا وايي چې افغان سوداګر هغه سامانونه له نورو هېوادونو اخلي‌ چې په افغانستان کې ورته ضرورت نه شته او هغه مالونه بېرته پاکستان ته قاچاقیږي چې له وجې یې ځایي اقتصاد ته زیان اوړي.

د پاکستان کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه ويلي ول چې په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت ته واضحه کړې چې د ټرانزېټ سوداګري په ترڅ کې قاچاق کېږي چې اسلام اباد به یې پر ضد سخت ګامونه اخلي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا یو تور بولي او وايي چې په اړه یې له اړوندو پاکستاني چارواکو سره بحث کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند د افغان سوداګرو د مالونو د خلاصون او نورو اړوندو سوداګریزو مسلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

هغه د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د کنټېنرونو ځنډول د دواړو هېوادونو پر اقتصاد بد اغېز پرېباسي "د دې ستونزو رامینځته کول یا دغسې غیرقانوني موانع جوړول، دا د دواړو هېوادونو پر اقتصاد ډېر ناوړه تاثیر کوي. د بېلګې په توګه د یوه کس درې سوه کانټېنره مال بند دی. هغه خوراکي مواد چې که چېرته په وخت افغانستان ته ونه رسېږي ټول خرابېږي او وخت یې تېرېږي. په هغه باندې دومره مالیه راغلې چې هغه د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې د منلو وړ نه دي."

په هغو کنټېرونو کې د خوراکي توکو سربېره په دې کانټېنرونو کې برېښنایي سامانونه، د ماشین پرزې، کیمیاوي توکي او ټوکر شامل دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د ټرانزېټ تجارت تړون په لومړي ځل په ۱۹۶۵ز کال کې شوی وو. د هغه تړون له مخې، يوازې افغانستان کولای شول چې د پاکستان له بندرونو سامانونه یوسي او پاکستان ته دا اجازه نه وه چې د افغانستان له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره سوداګري وکړي.‌

خو په ۲۰۰۳ز او ۲۰۱۰ز کلونو کې په هغه موافقه کې نوي بدلونونه وشول. د هغو بدلونونو مقصد سوداګري اسانول او سوداګرو ته د اوږدمهاله ویزو ورکول شامل دي. په زیاتره لېږدوونکو مالونو کې وريژې، چای، بوره يا چيني، رخت، برېښنايي توکي، غوړي، د موټرو پرزې او ټایرونه شامل دي.

د د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل او اسلام اباد ترمینځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په سر له پخوا موجودې لانجې لا پسې زیاتې شوې دي.

پاکستان سربېره په دې چې د افغانستان د سوداګرو مالونه یې په کراچۍ بندر کې بند ساتلي دي هلته د مېشتو لکونو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې ده. د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د ستنېدو لړۍ روانه ده او تر دې دمه لسګونه زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG