د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي تر اختر مخکې سرکاري کارکوونکو ته تنخاګانې نه شي ورکولای


پېښور کې د روغتيا څانګې کارکوونکي احتجاج کوي ــ پخوانی انځور.
پېښور کې د روغتيا څانګې کارکوونکي احتجاج کوي ــ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت ویلي دي چې په خزانه کې د کافي پیسو نه شتوالي له کبله تر اختر مخکې سرکاري کارکوونکو ته د روانې میاشت تنخاګانې نه شي ورکولای.

په دې ترڅ کې پرون (د اپرېل پر ۱۳مه) په پېښور کې د نګران اعلا وزیر په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.

تر هغې وروسته د مالیې وزارت ځانګړي سلاکار حمایت الله خبري غونډې ته وویل چې په خزانه کې دومره پیسې نه شته چې تر ټاکلي وخت مخکې د اپرېل میاشت تنخاګانې ورکړي.

د مالیې وزارت یوه چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله مشال راډيو ته وویل، د اوسنیو او پخوانیو سرکاري کارکوونکو د تنخاګانو او تقاعد لپاره ۴۵ اربه روپۍ په کار دي خو په خزانه کې یوازې ۱۵ اربه روپۍ پرتې دي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې دا دود دی چې کله د میاشتې په اخري لسیزه کې اختر وي، نو حکومت د بلې میاشتې د لومړۍ نېټې پر ځای تر وخت مخکې تنخاګانې ورکوي او وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې سږ کال هم حکومتي نوکرانو ته تر اختر مخکې تنخاګانې ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG