د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نګران وزيراعظم د روسیې ولسمشر سره پر امنيتي او اقتصادي‌ مسايلو غږېدلی


د انواارلحق کاکړ او ويلاديمير پوتين په بیجينګ کې د ملاقات په وخت
د انواارلحق کاکړ او ويلاديمير پوتين په بیجينګ کې د ملاقات په وخت

د پاکستان لنډ مهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان ترڅنګ پر سوداګرۍ خبرې کړي دي.

دوی د اکتوبر پر ۱۷مه د چين په پلازمېنې بيجينګ کې د بیلټ اینډ روډ (کړۍ او لاره) فورم د نړیوالې همکارۍ په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال وکتل. په روانه اونۍ کې د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو استازي په چین کې د هغې سرمشریزې لپاره ورغونډ شوي دي.

وزیراعظم انوار الحق کاکړ پر خپله ایکس پاڼه د دغه ملاقات یوه ویډیو هم خپره کړې چې پکې دواړه مشران د ترهګرۍ ختمولو پر هڅو او سیمه ایز امنیت خبرې کوي. د کاکړ دفتر زیاته کړې چې د خبرو پر مهال د اقتصادي اړيکو په زیاتولو بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه د انرژۍ په څانګه کې له یو بل سره د همکارۍ زیاتولو ته پام کوي. د پاکستان حکومت سږ کال په جون کې له روسیې څخه د کراچۍ بندر ته د یو لک ټنه خام تېلو بېړۍ د رسېدو خبر ورکړ. په هم هغه میاشت کې د تورخم پر لار له روسیې پاکستان ته د مایع ګیسو ۱۵ ټانکرونه ورسېدل.

پاکستان له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې له اقتصادي ستونزو او د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی. په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په هغه هېواد کې د تېلو نرخ زیات شوی چې ورسره ګراني هم خورا زیاته شوې ده.

په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد او مسکو د اړيکو بهترولو لپاره کار زیات کړی دی. دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، انرژۍ او پوځي همکاریو ژمنې او تړونونه کړي دي.

د ۲۰۲۳ کال د مې پر څلورمه، د هغه مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره ولیدل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړه چارواکي د غذايي مصوونیت او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو سلا شول.

د سړې جګړې پر مهال د پاکستان او د روسیې په مشرۍ د شوروي اتحاد ترمینځ تعلقات ښه نه ول. د ۱۹۷۹ز کال په پای کې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ. هغه مهال پاکستان د امریکا په مشرۍ د هغه نړیوال اېتلاف ملګری وو او په افغانستان کې یې د شوروي اتحاد ځواکونو او د هغه وخت د افغان حکومت پرضد د وسلوالو ډلو د جګړې ملاتړ او مرسته کوله.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین يرغل وکړ. په هغه جګړه کې امریکا او نورو غربي هېوادونو د اوکراين په ملاتړ، پر روسیې ګڼ بندیزونه لګولي دي. خو پاکستان وایي په هغه جګړه کې بې طرفه دی او غواړي چې د هند په شان له روسیې څخه د خامو تېلو اخیستو ته دوام ورکړي.

د امريکا بهرنيو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۲۵مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې ويلي ول چې پر روسیې پر نړيوالو بندیزونو سربېره پاکستان کولای شي چې ورڅخه تېل او ګیس واخلي.

هغه زیاته کړې وه چې له روسیې څخه د ځینو شیانو پر درامد او ورته د یوشمېر نورو څیزونو پر برامد بندیز دی چې د نړۍ هېوادونه یې باید پابندي وکړي او د ځینو نورو شیانو کاروبار بندیز نه شته.

XS
SM
MD
LG