د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخواني سخت رقیبان روسیه او پاکستان نوي یاران


روس: د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په مسکو کې. ۲۰ فبروري ۲۰۱۸
روس: د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره په مسکو کې. ۲۰ فبروري ۲۰۱۸

په اسلام اباد کې د امریکا اغېز له کمېدو سره، د پاکستان پخوانۍ رقیبه، روسیه هلته د خپلو پوځي، دپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

په پاکستان کې د روسیې د نفوذ پراختیا په سیمه کې تاریخي مشارکتونه پای ته رسولی اود مسکو قدرتي ګېس د خرڅلاو لپاره نوی او لوی مارکېټ موندلی شي.

سره له دې چې په پاکستان کې د مسکو د نفوذ هڅې نوې دي او هغه خلا چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله رامنځ ته شوې، تر ډېره حده چین ډکه کړې ده، د انرژۍ مارکېټ اوله پاکستان سره د روسیې د پوځي همکاریو ژمنې د دواړو ترمنځ د اړیکو غوړېدو ته زمینه برابره کړې ده.

د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیرخان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا یوی نوی پیل دی. دواړه هېوادونه باید تېرهېر کړي او د راتلونکې لپاره دروازې پرانیزي.

درویټرز په حواله، د پاکستان او روسیې بهرنۍ اړیکې تراوسه، پر افغانستان راګرځېدې. روسیې له وسله والو طالبانو سره چې له پاکستان سره تاریخي اړیکي لري، ارتباط جوړ کړی دی.

مسکو ادعا کوي چې په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو ملاتړ کوي. درویټرزپه حواله، روسیه او پاکستان دواړه یوه مشترکه وېره لري او هغه په سیمه کې د داعش فعالیت دی.

داعش په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د یولړ خونړیو حملو مسئولیت اخېستی دی. پروسږ کال په ډیسېمبرکې داعش په کوټه کې د عیسویانو پر کلیسا د حملې مسئولیت اخیستی وو چې ګڼ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې دواړه هېوادونه په دپلوماتیکه کچه، ډېرې ګډې مسئلې او د دواړو هېوادونو اړیکي په راتلونکي وخت کې د لا زیاتې پراختیا ځاي لري.

پاکستان او روسیه له ۲۰۱۶میلادي کال راهیسې ګډ پوځي تمرینونه کوي چې پر دوام یې موافقه شوې ده. روسیې څلور هېليکوپټر پر پاکستان پلورلي دي او پاکستان د خپلو جي اېف اوولس جنګي جټ الوتکو لپاره مشینونه له روسیې واخېستل.

د پاکستان یوه پخوانی دپلومات اود سیاسي چارو یوه کتونکي ایاز وزیر مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان په پوځي تمرینونو کې د روسیې ګډون او پاکستان ته د روسي پوځيانو سفرونه څرګندوي چې روسیه غواړي له دې لارې په سیمېزو چاروکې مهم رول ولوبوي.

''دا واضح ده چې روابط پر ښه لور روان دي، زما په خیال، پاکستان مجبور شوی چې پالیسي بدله کړي ځکه امریکا لګیا دی او پاکستان له پامه غورځوي، له هند سره یې روابط ټینګ کړي دي. واضح خبره ده چې امریکا هغه خوا مخ اړوي پاکستان به هم روس ته مخ ور اړوي. په سیمه کې نوي تعلقات جوړېږي او جوړ شوي دي.''

خو د پاکستان اوروسیې ترمنځ د اړیکو پراختیا ته هند هم په دقت او شک ګوري.

په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان چارو څارنې مرکز غړي، سوشانت سرین، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که چېرې روسیه په لوړه او دپلوماتیکه کچه د پاکستان ملاتړ پیل کړي، هند ته به ستونزې وزېږوي.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف رویټرز ته په مرکه کې ویلي چې هېواد یې په تېرو اویا کلونو کې دا تاریخي تېروتنه کړې چې سل په سلوکې یې پر لوېدیځ تکیه کړې وه.

اصف ویلي، اوس غواړي چې د چین، روسیې او ترکیې په څېر هېوادونو سره مشارکت جوړکړي. د هغه په وینا، پاکستان غواړي هغه تعادل په خپل بهرني سیاست کې رامنځ ته کړي چې په تېرو اویا کلونو کې په پام کې نه دی نیول شوی. د پاکستان بهرنیوچارو وزیر ویلي چې هېواد یېله غرب سره اړیکي پرې کول نه غواړي خو د اعتدال غوښتنه لري او غواړي چې له خپلو سیمه ایزو ملګروسره نږدې شي.

له واشنګتن سره د پاکستان په اړیکوکې جنجال،هغه هېواد چین ته ور نږدې کړی دی. چین په پاکستان کې ۶۰ ملیارد ډالر پر پراختیايي پروژو پانګونه کړې ده.

خو د څارونکو په باور، د پاکستان حکومت پوهېږي چې په خپل بهرني سیاست کې تر اندازې زیات پر پیکينګ تکیه کوي.

رویټرز خبري اژانس وایي، د روسیې بهرنیوچارو وزارت له پاکستان سره د اړیکو د نږدې کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

خو د پاکستان انرژۍ سېکټر د چارواکو په وینا، د روسیې او پاکستان حکومتونه د انرژۍ په برخه کې د نېږدې لس ملیاردو ډالرو په ارزښت پر پروژو بحثونه کوي.

د روسیې حکومت تېره میاشت په پېښور کې خپله اعزازي کونسلګرۍ پرانیستله.

اعزازي کونسل، محمد ارسلاخان د فبرورۍ په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې خېبر پښتونخوا منځنۍ اسیا ته د دروازې په څېرموقعیت لري او روسیه غواړي چې له دې ځایه د روسيو او پاکستانيو سوداګرو ترمنځ ارتباط ټینګ کړي.

هغه د ډېرو جزیاتو له ورکولو پرته، د روسیې له پوهنتونو سره د تعلیمي وظیفو د تبادلې او د تحقیقاتي پروژو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ په اکاډمیکه کچه د همکاریو یادونه هم وکړه.

''د دې کار عمده هدف دا دی چې کله روسي سوداګر او د پانګونې پروژې دلته راځي یا روسي وګړی راځي، موږ هماهنګي ولرو. زموږ د ملکونو ترمنځ تجارت کم دی خو ډېر ځای د پراختیا لپاره شته او د تجارتي روابطو لپاره به کار کوو. دا یو نوی ماموریت دی او ورو – ورو به خپل ارتباط پراخوو. دلته به روسان د پانګونو لپاره راځي او له دې ځایه به موږ په چارو کې هماهنګي راولو.''

د روسیې ستر شرکتونه په خیبرپښتونخوا کې د تېلو چاڼولو او د برېښنا موندلو د لویو پلانټونو پر جوړلو غور کوي.

پاکستان داسې هېواد دی چې د نړۍ په کچه د مایع ګاز د مصرف لوی مارکېټ بلل کېږي او د مایع ګاز د مصرف لپاره تقاضاهم هلته د زیاتېدو په حال کې ده.

روسیې او پاکستان په اکتوبر کې د ګاز په ارتباط یوه موافقه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې د روسیې د ګاز دولتي شرکت ، ګازپروم ته زمینه برابره شي چې پاکستان ته د مایع ګاز پر صادراتو خبرې پیل کړي.

په دې اړه مذاکرې به په دریو میاشتوکې یوې پایلي ته ورسېږي.

د پاکستاني چاوراکو په وینا، روسیه د داوطلبانو په سر کې ده.

دپاکستان د انرژۍ د برخې یوه لوړ رتبه چارواکی چې نوم یې نه دی اخېستل شوی، رویټرز ته ویلي چې دا ښايي د پینځلس کلونو په موده کې د نهه ملیارد ډالرو په ارزښت معامله وي.

پاکستاني چارواکي همدا راز ډاډ څرګندوي چې روسیه به ، له لاهوره تر کراچۍ د مایع ګاز تقریباً ۱۱۰۰ کیلومترهنل لیکه ورته جوړه کړي.

راپور: فرشته جلالزۍ

XS
SM
MD
LG