د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي سيند کې بارانونو او سېلاوونو ۹۱ کسان وژلي


په سيند او بلوچستان کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې يوشمېر پلونه اوبو وړي دي - د جولای ۲۷مې انځور.
په سيند او بلوچستان کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې يوشمېر پلونه اوبو وړي دي - د جولای ۲۷مې انځور.

په سيند کې د طبیعي ناورينو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي چې د جون له وروستۍ اوونۍ څخه د جولای تر ۲۶مې پورې په بارانونو او سېلاوونو کې ټول ۹۱ کسان وژل شوي او تر ۱۳،۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي.

ادارې د جولای پر ۲۷مه نېټه په خپل تفصيلي رپورټ کې، چې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې د یوې میاشتې په موده کې په بارانونو او سېلاوونو کې په وژل شويو کې ۳۹ سړي، ۴۶ ماشومان او شپږ ښځې دي.

د طبیعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې ادارې مرستیال مشر سيد غلام محمد مهدي د جولای پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې ۴۱ کسان په کراچۍ او ۵۱ د سيند په نورو سيمو کې وژل شوي دي. "زیاتره کسان د بجلۍ د کرنټ له وجې مړه شوي دي."

د ده په خبره، د پاکستان له تر ټولو ستر ښار کراچۍ پرته، د سیند په نورو ضلعو کې "په بارانونو او سېلاوونو کې تر ټولو زیات کسان په خیرپور ضلع کې مړه شوي چې شمېر يې ۲۵ دی او پکې ۱۷ ماشومان دي."

د ادارې رپورټ وايي چې ورښتونو او سېلاوونو ۲،۱۶۵ کورونه بشپړ ړنګ کړي او ۱۱،۷۰۱ کورونو ته یې جزوي زیان رسولی چې له کبله يې شاوخوا ۱،۶۰۰ کورنۍ بېکوره شوي دي.

اداره زیاتوي چې تر ټولو زیات مالي زیان په ټټه ضلع کې رسېدلی دی چې هلته ۶۵ کېلوميټره سړکونه سېلاوونو وران کړي دي.

په همدې حال کې د سيند په ګاونډۍ بلوچستان صوبه کې د جون له دويمې نيټې راهيسې د وسې او د جولای تر دويمې اوونۍ وروسته د پشکال بارانونو لړۍ دوام لري چې د طبیعي ناورينونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای ۲۷مې له رپورټ سم پکې ۱۰۵ کسان وژل شوي او ۶۳ ټپیان شوي دي.

په سيند او بلوچستان کې د بارانونو او سېلاوونو ځينې پلونو هم وړي دي چې له کبله يې د کوټې او کراچۍ ترمینځ لويه لار له تېرو یوشمېر ورځو راهيسې بنده ده.

لسبېلې کې په سېلاوونو کې بند ګڼ کسان ژغورل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

سېلاوونو د کوټې او کراچۍ ترمینځ د بلوچستان په حب، لسبیلې او خضدار سيمو کې پلونه وړي دي او هلته په زرګونو ګاډي ایسار پاتې دي.

په کوټه کې د ټرانسپورټ کمپنۍ وايي چې د کراچۍ او کوټې پر لویه لاره هره ورځ دوی په لسګونه سپرلو ګاډي چلوي خو د لارو د تړل کېدو له وجې ګڼ شمېر کسان اېسار پاتې دي.

په کوټه کې یوه ټرانسپورټر رحمت الله د جولای پر ۲۸مه مشال رېډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له وجې ورته مالي تاوانونه اوښتي دي.

سيف مندوخېل له ژوبه کراچۍ ته روان وو خو د لارو تړل کېدو له وجې کوټې ته ستون شو. نوموړي د جولای پر ۲۷مه مشال رېډيو ته وويل چې د خضدار له وندر سيمې سره سړک سېلاو وړی وو او پر مخ لاره بنده وه نو ځکه ستون شو. "هلته ډېر خلک ایسار ول، له چا سره چې شخصي موټران وو نو هغوی ستانه شول."

د کوټې او کراچۍ پر لویه لاره سېلاوونو ځای پر ځای پلونه سړکونه وړي دي - د جولای ۲۷مې انځور.
د کوټې او کراچۍ پر لویه لاره سېلاوونو ځای پر ځای پلونه سړکونه وړي دي - د جولای ۲۷مې انځور.

د قلات ضلع کمېشنر داود خلجي خبريالانو ته ويلي چې په لسبېلې کې څلور ځايه سېلاوونو سړکونه وړي دي چې دوی به يې وروسته ورغوي.

نوموړي زیاته کړې چې د لارو خلاصولو لپاره د پاکستان د لویو لارو ملي ادارې (اېن اېچ اې) خپل مشينونه لسبېلې ته لېږدولي دي.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو د بارانونو او سېلاوونو له وجې ګڼ کسان یا خو بند پاتې دي یا بېکوره شوي دي.

د پاکستان پوځ عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د جولای پر ۲۷مه په بیان کې ويلي په قلات، جل مګسي او خضدار کې د هېليکاپټرو په وسيله په سېلاوونو کې بند خلک خوندې ځایونو ته رسوي.

د چاپېريال ساتنې وفاقي وزيرې شېري رحمان روانه میاشت وویل چې د تودوخې درجې زیاتېدو او اقلیم بدلون له امله سږ کال بارانونه بې وخته او ډېر شوي دي او ښايي د اګست تر مياشتې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG