د لاسرسي ځای

تازه خبر
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.
په سوات کې د انتخاباتي کمېشن کارکوونکي د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې کارول شوې رایې شماري.

پاکستان کې تر انتخاباتو وروسته د نتیجو شېبه په شېبه حال

په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کېږي. پر دې پاڼه د ټاکنو بهیر په اړه شېبه په شېبه معلومات خپرېږي.

د انتخاباتو په اړه د خبرونو لنډیز

  • په پاکستان کې په پارلېماني انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شو چې لا هم روان دی. په هغه هېواد کې انتخابات د فبرورۍ پر اتمه د پېښور له وخت سره سم سهار پر اتو بجو پیل او د ماښام پر پینځو پای ته ورسېدل.
  • د پاکستان حکومت د انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
  • د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو پر ورځ له افغانستان او ایران سره د تګ راتګ ټولې لارې تړلې وې. وزارت د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې وویل چې پولې د فبرورۍ پر نهمه بیا پرانیزي.
  • ټولټاکنې پر داسې مهال وشوې چې د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. تر دې یوه ورځ مخکې د سیند په مرکز کراچۍ او د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو پښین او کلا سیف الله کې د انتخاباتي نوماندانو له دفترونو سره نېږدې په چاودنو کې ۳۰ تنه ووژل او تر ۳۰ زیات ژوبل شول.
  • د مشال راډیو خبریالان وايي چې په بېلابېلو ښارونو کې انتخاباتي بهیر ارام روان وو.
  • د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امنیت ټینګښت لپاره یې د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ په لنډمهالي ډول ځنډولي دي.
  • د موبایل ټېلېفوني شبکې او انټرنېټ ځنډولو د ګوندونو، فعالانو او د بشري حقونو کمېشن غبرګونونه پارولي دي. کمېشن پر حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې شبکه او انټرنېټ بحال کړي.
۲۰:۰۵ ۸.۲.۲۰۲۴

په پاکستان کې انتخاباتي بهیر تر سره شوی او ووټونو شمېر روان دی. پر دې پاڼه مو درته د فبرورۍ له سهاره تر ماخوستنه شېبه په شېبه معلومات درخپاره کړل. اوس درڅخه اجازه غواړو. خو د مشال راډیو پر ووبپاڼه به خبرونه او نور مطالب په عادي ډول خپرېږي. مننه او په مخه مو ښه.

۱۹:۵۲ ۸.۲.۲۰۲۴

انتخاباتي کمېشن: ټولټاکنې په خپلواکه او منصفانه توګه ترسره شوې

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا ویلي دي چې د فبرورۍ پر اتمه په هېواد کې پارلېماني انتخابات "۱۰۰ فیصده شفاف او په سوله ییزه" توګه ترسره شول.

دولتي ټېلېوېژن د نوموړي له خولې ویلي دي چې هېچا هېڅ وګړی له رایې ورکولو نه دی ګرځولی.

ټېلېوېژن وايي چې دا څرګندونې نوموړي د کمېشن په ودانۍ کې کړې دي او وايي چې هر ځای د انټرنېټ ستونزه وي، هلته به انتخاباتي چارواکی خپله د انتخاباتو ضلعي چارواکي دفتر ته ځي او هلته به د نتیجو فارم (۴۵م نمبر فارم) داخلوي.

راجا زیاته کړې ده چې د انتخاباتي نتیجو په نظام کې ټولې نتیجې دایرېږي.

۱۹:۰۸ ۸.۲.۲۰۲۴

د ووټونو شمېرلو بهیر په اړه ژوندۍ ویډیويي خپرونه

په پاکستان کې په عامو انتخاباتو کې د رایې اچونې بهیر پای ته له رسېدو سره سم د رایو شمېر راون دی.

ووټ اچونه د فبرورۍ اتمې پر سهار اته بجې پیل شوې وه چې د مازیګر پر پینځو پای ته ورسېد.

موږ په دې ژوندۍ ویډیويي خپرونه کې د رایو شمېرلو په اړه له خپلو خبریالانو سره غږېږو. د خپرونې کوربانه اسرار عالم مومند او داود خټک دي چې تاسې یې د یوټیوب له لارې دلته او لاندې پر فېسبوک لیدلای شئ.

۱۸:۳۵ ۸.۲.۲۰۲۴

پاکستان کې د ووټونو شمېر روان دی

په پاکستان کې خلکو د فبرورۍ پر اتمه په قامي او څلورو صوبايي اسمبلیو کې د خپلو استازو ټاکلو لپاره رایې وکارولې. د پېښور پر وخت د ماښام پر پینځو (د کابل څلور نیمو) بجو د ووټ اچولو عمل پای ته له رسېدو سره سم، د رایو شمېر پیل شوی دی.

په دې اړه تفصیل په ویډویي رپورټ کې.

په کراچۍ کې د رايو شمېرلو بهير روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG