د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت: د انتخاباتو امنیت لپاره د ګرځنده ټېلېفون شبکې او انټرنېټ تړل اړین ول


په کراچۍ کې پولیس د رایې اچونې مرکز مخې ته ولاړ دي - د فبرورۍ اتمې انځور.
په کراچۍ کې پولیس د رایې اچونې مرکز مخې ته ولاړ دي - د فبرورۍ اتمې انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر د فبرورۍ پر اتمه د پارلېماني ټاکنو پر مهال د ګرځنده ټېلېفون شبکې او انټرنېټ تړلو اقدام دفاع کړې ده.

ګوهر اعجاز د فبرورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر ورځ د ګرځنده ټېلېفون شبکې او انټرنېټ بندول اسانه پرېکړه نه وه خو د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو پښین او کلا سیف الله کې په بمي چاودنو کې یې د ۲۸ کسانو تر وژل کېدو وروسته دا کار وکړ.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغو چاودنو ذمه واري منلې وه.

د پاکستان یوشمېر ګوندونو او د بشري حقونو کمېشن د شبکې او انټرنېټ پر تړلو انتقاد کړی وو او له حکومته یې ژرترژره د ګرځنده ټېلېفون شبکې او انټرنېټي خدماتو بحالولو غوښتنه وکړه.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) هم د فبرورۍ پر شپږمه د حکومت او انتخاباتي کمېشن په نوم په پرانیستي لیک کې غوښتنه کړې وه چې د انتخاباتو پر مهال دې په هېواد کې انټرنېټي خدمات فعال وساتي.

خو د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر وویل چې وسلوالو ډلو د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې په ټولو حملو کې موبایل ټېلېفونونه کارولي ول او حکومت د ټاکنو پر ورځ د ګرځنده ټېلېفونونو له لارې د نورو بریدونو رپورټونه ترلاسه کړي ول نو ځکه یې شبکه او انټرنېټي خدمات وځنډول.

اعجاز وویل چې د فبرورۍ پر اتمه په هېواد کې د ناامنۍ ۵۶ پېښې وشوې چې پکې څلور ملکيان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د فبرورۍ اتمې پر ماخوستن په بیان کې ویلي ول چې پر هغه ورځ ټولې ۵۱ حملې شوې وې چې پکې ۱۰ سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي ول.

د فبرورۍ پر اتمه په ټانک او ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې پینځه پولیس او یو پوځي سرتېری ووژل شول. د هغو حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

اعجاز د ټاکنو بهیر په اړه وویل چې که نګران وفاقي حکومت سم نیت نه لرلای نو د عامو انتخاباتو نتیجې به تر اوسنیو هغو بدلې وای.

د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر زیاته کړه چې د فبرورۍ پر اتمه شپې مهال او د فبرورۍ پر نهمه په اعلان شویو انتخاباتي پایلو کې زیات توپیر نه شته.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پر انتخاباتي کمېشن د غیرحتمي نتیجو په اعلانولو کې د ځنډ پر سر انتقاد شوی دی خو کمېشن وايي چې د رایو شمېرل او د پایلو د فارمونو کره کتنه وخت غواړي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG