د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر حیدر خان هوتي انتخاباتو کې تر ماتې وروسته د عوامي نیشنل ګوند له عهدې استعفا ورکړې


د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال امیر حیدر خان هوتي پخوانی انځور.
د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال امیر حیدر خان هوتي پخوانی انځور.

د عوامي نيشنل ګوند (اې اېن پي) مرکزي مرستیال مشر (سینییر نایب صدر) امير حيدر خان هوتي په انتخاباتو کې تر ماتې وروسته له ګوندي عهدې استعفا ورکړې ده.

هوتي د فبرورۍ پر نهمه د انتخاباتو د نارسمي او غیر حتمي پایلو تر اعلانېدو وروسته پر اېکس لیکلي دي په "خلاص زړه د خپلې پلرنۍ سیمې مردان په ټولو حلقو کې د اې اېن پي د ماتې مسوولیت" مني او د ګوند د مشرتابه له عهدې استعفا ورکوي.

هوتي ویلي دي چې تر دې وروسته به د ګوند د عادي غړي په توګه کار ته دوام ورکوي او د خدايي خدمتګار غورځنګ د بنسټګر او د عدم تشدد د فلسفې لاروي خان عبدالغفار خان چې د باچا خان په نوم پېژندل کېده، د "کاروان ملګری" به وي.

هوتي د ۲۰۲۴ز کال په ټاکنو کې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د ۲۲مې حلقې او د خیبر پښتونخوا د ۵۸مې صوبايي حلقې څوکیو ته نوماند وو چې د نارسمي او غیر حتمي نتیجو تر اعلان وروسته یې پر اېکس په خپل لومړي بیان کې خپلو سیالانو عاطف خان او عبدالسلام خان ته مبارکي هم وویله.

امیر حیدر خان هوتي د مردان ضلعې د سیاسي کورنۍ غړی دی. هغه د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې تر بریا وروسته په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یوازینی استازی وو.

هوتي د ۲۰۰۸ز کال په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته پینځه کاله د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG