د پاکستان حکومت تر پنجاب وروسته په خیبر پښتونخوا کې هم د افغان کډوالو د کېمپونو د تړلو چارې پیل کړې دي.
ځايي چارواکي وايي چې پر کېمپونو د بجلۍ، اوبو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو تړلو لړۍ پیل شوې ده.
د نوښار مرستیال کمېشنر عرفان مسید د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې حکومت له دې کيمپونو د اسانتیاوو اخیستو امر کړی دی. نوموړی وايي "له موږ سره په نوښار کې درې کېمپونه دي او په دې کې ۴۰ زره افغانان دي، موږ هلته سکولونه، د صحت مرکزونه او ټیوبوېلونه په خپل واک کې اخیستي دي. دوی ته مو ویلي دي چې کله پولې خلاصې شي نو موږ به دوی ستنوو او مرسته به ورسره کوو."
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د شورا یو مشر سید اغا د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ځي خو د ده په وینا، د پاکستان حکومت باید دوی ته دومره وخت ورکړي چې د ژمي دا دوې میاشتې تېرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان (۲۰۲۵ز) کال د سېپټېمبر له پیله له هغه هېواده د هر ډول افغان کډوالو جبري ستنول پیل کړي دي.
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ز کال اکتوبر میاشت کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې د کډوالو د ۱۳ کېمپونو (پنډغالو) د ختمولو اعلان کړی وو.
د پاکستان د ریاستونو او سرحدي سيمو وزارت د اکتوبر پر ۱۳مه په رسمي اعلاميه کې ويلي ول چې د پاکستان تر واک لاندې په کشمير، ګلګت بلتستان او د ډېره اسماعيل خان په ظفر اباد، رته کلاچي، پاشاپل، ګورسل، زندۍ، د ټانک ډبره، د لکي مروت ګنډي خانخېل، د مانسهرې خاکي، اچریان، بریري، د چارسدې اتمانزۍ او مونډه او د ملاکنډ ځنګل پتايي افغان پنډغالي په سمدستي توګه ختموي.
اعلامیه کې ویل شوي ول چې د دې کېمپونو مځکې به د خيبر پښتونخوا حکومت ته سپارل کېږي.
حکومت تر دې وړاندې په اګست میاشت کې افغان کډوالو ته امر کړی وو چې د همهغې مياشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دې په خپله خوښه خپل وطن ته ستانه شي، که نه نو په سېپټېمبر کې به یې په جبري ډول استوي.
د هغه مهلت تر ختمېدو وروسته د پاکستان له نېږدې ټولو صوبو څخه افغانستان ته د کډوالو کډې روانې دي.