د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د مېرمنو لاریون جنجالي شوی


په پاکستان کې د ۲۰۱۹ کال د مېرمنو په لاریون هم نیوکې شوې وې.
په پاکستان کې د ۲۰۱۹ کال د مېرمنو په لاریون هم نیوکې شوې وې.

په پاکستان کې د مارچ پر اتمه د مېرمنو د نړېوالې ورځې د لمانځلو غونډې جنجالي شوي او ځینو ډلو او اشخاصو یې پر ضد اعاراضونه کړي دي.

د دې ورځې په مناسبت په پاکستان کې ځينو مېرمنو د عورت مارچ يعنې ښځو مارچ تابيا کړې.

په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو د ښېګړي او پرمختګ د يوې ټولنې (د رويې او پوهې انتقالولو ادارې) مشره او د عورت مارچ يوه مخکښه شاد بېګم وايي، د هغوی د مارچ هدف په پاکستان کې مېرمنو ته ورپېښې ستونزې او د هغوی بنيادي حقونه په ډاګه کول دي.

نوموړې وايي، که څه هم اسلام او د پاکستان ايين ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي خو يو سوچ د دې په لار کې خنډ دی او هم د دې سوچ پر ضد د هغوی مارچ دی:

"د غېرت په نوم ښځې وژل کېږي، جينکۍ له تعليمه بې برخې دي، په جينکو جنسي تشدد کيږي، جینکۍ په سوره کې ورکړل کيږي، ښځو ته په سياسي عمل کې د مکمل شمولیت اجازه نشته. زموږ په دير کې ښځې له ووټونو اچولو منې کړل شوي. نو د دې ټولو مسايلو د ختمولو او ښځې ته د پرمختګ ورکولو لپاره دا عورت مارچ ترسره کېږي."

بلخوا تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو کې په خپرې شوې يوې ويډيو کې د اسلام اباد د لال مسجد د امام مولانا عبدالعزيز مېرمن، ام حسان، د عورت مارچ د مخنيوي پلان اعلان کړ.

نوموړې وايي په اتم مارچ به د (حيا مارچ) ترسره کوي چې هدف يې د عورت مارچ مخه نيول دي.

همداراز د جميعت علما اسلام (ف) يوې مخکښې او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې نعيمه کشور د مارچ پر پنځمه مشال رېډيو ته وويل چې هغوی د عورت مارچ مخه ځکه نيسي چې په دې کې استعمالېدونکې نعرې له مذهب سره په ټکر دي:

"دوی چې کومه خبره کوي زما بدن زما مرضي او داسې نورې نعرې نو دا خو زموږ له اقدارو سره سمون نه خوري. زموږ د حيا مارچ هدف د ښځو هغه حقونه خوندي کول دي چې اسلام ورکړي."

خو د عورت مارچ مخکښه شاد بېګم وايي، د زما بدن، زما مرضي (ميري جسم ميري مرضي) شعار نه د هغوی مطلب دا دی چې په ښځه دې جنسي تېری نه کيږي، د هغې په بدن دې تېزاب نه شيندل کېږي، په ماشومتوب دی هغه نه ودول کېږي او هغې ته دې تعليم ورکړل شي.

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند يو مخکښ او سېنېټر مشتاق احمد خان بيا وايي هغوی هم د روانې مياشتې په اتمه نېټه په ټول پاکستان کې د مېرمنو په احترام کې غونډې کوي او په ځانګړې توګه پېښور کې عورت مارچ ترسره کوي.

نوموړي د مارچ پر ينځمه، مشال رېډيو ته وويل، هدف يې په اسلام اباد کې د عورت مارچ مخه نيول او ښځو ته خپل اسلامي او ايیني حقونه ورکول باوري کول دي:

" اسلام او د پاکستان ايين مېرمنو ته د وراثت، ملکيت، مهر، تعليم، صحت، ووټ اچولو او پارلېمان ته د رسېدو حقونه ورکوي او د دې ترڅنګ د خپلې مرضۍ د واده او رشتې کولو حق ورکوي. زموږ مذهب او ايين ښځو ته دا حقونه ورکوي خو رياست تر دې دمه نه دي ورکړي."

خو په اسلام اباد کې د عورت مارچ مخکښه شاد بېګم بيا وايي، جماعت اسلامي او جميعت علما اسلام چې په حکومتونو کې پاتې شوي نو تر اوسه یې ولې ياد حقونه مېرمنو ته نه دي ورکړي؟

نوموړې زياتوي، جماعت اسلامي څو وارې په دېر کې مېرمنې له وټونو اچولو منع کړې دي.

د هغې په خبره په مېرمنو جنسي تيري وشول، د تېزابو حملې پرې وشوې، جينکۍ له تعليمه بې برخې دي خو پر دې هرڅه ياد ګوندونو تر اوسه يو وارې هم مارچ نه دی کړی خو چې اوس عورت مارچ ترتیب شوی نو هغوی (اسلامي ګوندونه) يې د مخې نيولو لپاره داقسمه هلې ځلې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG