د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ستونزه په نعرو کې نه بلکې په سوچ کې ده"


په پاکستان کې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت يو شمېر ښځو د "عورت مارچ" په نوم د ښځو د لاريون تابیا کړې ده.

فعالانې وايي، د دې لاریون موخه په پاکستان کې د ښځو ستونزې په ډاګه کول دي. خو ځینې مذهبي ډلې د عورت مارچ مخالفت کوي. بلخوا د ښځو د لاريون طرفداره مېرمنې وايي که "ميرا جسم ميري مرضي" پر ځای بله نعره وکارول شي نو هم به ځينې خلک منفي معنا ورکوي.

هم پر دې موضوع مو د دې اونۍ په "ځوانانو غږ" خپرونه کې خبرې کړي.

په دې بحث کې راسره له اوکرزو سره اړه لرونکې د ۱۶م ټولګي زده کونکې او مدني فعاله نايله الطاف، له پېښوره ځوانه مدني فعاله او "د ښځو واک" په نوم د سازمان مخکښه قندي ساپۍ او له سواته تبسم عدنان چې په سوات کې "د خويندو جرګې" مشره ده. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

خپرونه دلته د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:42:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG