د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بارکان تر پېښې وروسته په کوټه کې احتجاجي ناسته روانه ده


پرلتوالو د فبرورۍ پر ۲۱مه د وژل شویو جسدونه ایښي او له حکومته انصاف غواړي.
پرلتوالو د فبرورۍ پر ۲۱مه د وژل شویو جسدونه ایښي او له حکومته انصاف غواړي.

د بلوچستان بارکان ضلعې ته نېږدې له یوه کوهي څخه د درو مړو تر موندل کېدو وروسته په کوټه کې احتجاجي ناسته پیل شوې ده.

احتجاجیانو د فبرورۍ ۲۱مې پر مازیګر د وژل شویو تابوتونه د اعلاوزیر له ودانۍ سره نېږدې کښېښوول او له حکومته انصاف غواړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۲۰مه بارکان ضلعې ته نېږدې له یو کوهي څخه د یوې مېرمنې په ګډون د کوهلو ضلعې د درو اوسېدونکو مړي وموندل شول.

بارکان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۰۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پرته ضلع ده.

د کوهلو ضلعې اوسېدونکي خان محمد مري د فبرورۍ پر ۲۱مه رسنیو ته ویلي چې وژل شوي د ده مېرمن او دوه زامن دي‌ چې محمد نواز او عبدالقادر نومېږي.

نوموړي تور پورې کړی چې دا کسان له تېرو څو کلونو راهیسې د خوړو او د نفوسو بهبود چارو صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ په شخصي زندان کې بند ول. د ده په وینا، د دې ترڅنګ یې د کور پینځه نور کسان لا هم هلته بند دي.

پرلتوال له حکومته غواړي چې کېتراڼ دې له دندې ګوښه شي، پرضد د دې یې د قتل مقدمه دایره شي او هغه دې ګرفتار شي. دوی وايي، حکومت دې د کېتراڼ له قیده پینځه نور کسان خوشې کړي.

مظاهرچیان وايي، د پېښې د پلټنو لپاره دې د بلوچستان های کورټ تر څار لاندې کمېټي یا عدالتي کمېشن جوړ کړي.

د پرلت ګډونوالو د پېښې د پلټنو لپاره هغه کمېټي رد کړې ده چې حکومت د فبرورۍ پر ۲۱مه جوړه کړه او ورته یې په یوه میاشت کې د رپورټ تیارولو او وړاندې کولو دنده وسپارله.

په دې اړه مو چې د فبرورۍ پر ۲۱مه د صوبايي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ سره تماس ونیوه نو هغه مشال راډیو ته وویل چي دا د ده خلاف یو لوی سازش دی او دی هغه تور په "کلکه" ردوي. "چې کله هم د انتخاباتو وخت رانېږدې شي نو دا ډول بیانونه او تورونه زما پرضد پیل شي چې موخه يې زما بدنامول دي."

نوموړي زیاته کړه چې د دې پېښې باید پلټنې وشي او د تحقیقاتو پرمهال دی له حکومت او ادارو سره هر ډول کومک ته تیار دی.

اخوا د بلوچستان وکیلانو د فبرورۍ پر ۲۱مه د پېښې پرضد کاربندیز وکړ او عدالتونو ته حاضر نه شول.

د بلوچستان د وکیلانو ټولنې په بیان کې پر پېښې خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې په "صوبه کې قبایلي او جاګیردارانه نظام د ولس ژوند تریخ کړی" دی.

په همدې حال کې پولیسو د فبرورۍ ۲۱مې شپې مهال په کوټه کې د کېتراڼ پر کور چاپه وهلې ده. پولیسو شپې په بیان کې وویل چې د کېتراڼ د کور تالاشي یې واخیسته خو هلته یې بندیان نه دي موندلي او څوک یې نیولی هم نه دی.

هلته د بلوچستان کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو په مشرۍ د بارکان پېښې په اړه غونډه هم شوې ده چې پکې صوبايي وزیر نصیب الله مري، د اسمبلۍ غړو ثناالله بلوڅ، زاهد رېکي او د کورنیو چارو وزارت د مرستیال سېکرټر ترڅنګ د پولیسو او نورو اړوندو ادارو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

د کوټې پرلت د فبرورۍ پر ۲۱مه پیل شو چې پکې لسګونه فعالان او د وژل شویو خپلوان ګډون کوي.
د کوټې پرلت د فبرورۍ پر ۲۱مه پیل شو چې پکې لسګونه فعالان او د وژل شویو خپلوان ګډون کوي.

حکومتي بیان وايي، چارواکو د کورنیو چارو وزیر او نورو سیاستوالانو ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل.

دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو د بارکان پېښې په اړه پینځه کسیزه کمېټي جوړه کړه چې مشري یې د بوري (لورالایي) د پولیسو مشر کوي.

د غونډې پر مهال د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو وویل چې د خان محمد مري د پینځو بچیو موندلو او خوشې کولو لپاره ځانګړي اقدامات کوي او د هغه کورنۍ ته انصاف ورکوي.

حکومت وايي، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې له پرلتوالو سره خبرې کوي، ورته د اقداماتو ډاډ ورکوي او ورڅخه د ناستې ختمولو غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG