د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د عدالتي امر پر اساس د افغان کډوالو کورونه نړول شوي دي


د ګمکول کیمپ اوسېدونکي وايي، د جون پر ۱۷مه یوشمېر کسان ورغلل او اته کورونه یې ړنګ کړل.
د ګمکول کیمپ اوسېدونکي وايي، د جون پر ۱۷مه یوشمېر کسان ورغلل او اته کورونه یې ړنګ کړل.

د کواټ په ګمکول کیمپ کې یوشمېر کسانو د عدالت تر امر وروسته د افغان کډوالو اته ودانۍ ړنګې کړې دي چې له کبله یې تر ۲۰ زیاتې کورنۍ او شاوخوا ۱۰۰ تنه بېکوره شوي دي.

د ځمکې یو څښتن نسیم خان له عدالته د هغو ودانیو د خالي کولو غوښتنه کړې وه.

عدالت په مې میاشت کې هلته افغان کډوالو ته ویلي ول چې د میاشتې تر پایه دې ودانۍ خالي کړي. عدالت په خپل امر کې د هغو اتو کورونو د ړنګولو امر هم کړی وو.

خو د کیمپ اوسېدونکو هغه مهال ویلي ول چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په هغو خټینو کورونو کې اوسي نو ځکه یې نه خالي کوي.

کډوالو د مې په پای کې امریکا غږ راډیو ته ویلي ول چې نه د اوسېدو متبادل ځای لري او نه پیسې لري نو ځکه هم هغه کورونه نه شي خالي کولای.

د کیمپ اوسېدونکي او د هغوی استازي وايي، یوشمېر کسان د جون پر ۱۷مه ورغلل او ورته یې وویل چې د عدالتي امر پر اساس ودانۍ نړوي.

په ګمکول کیمپ کې یو افغان کډوال حاجي نظر د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، هغه قضیه له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په عدالت کې روانه وه.

دی وايي، لومړی عدالت کډوالو ته ویلي ول چې د ځمکې څښتن ته دې هره میاشت کرایه ورکوي خو د افغان کډوالو کمېشنرېټ ورته وویل چې د عدالت پرېکړه دې نه مني.

حاجي نظر زیاتوي چې له کډوالو سره هېڅ ادارې مرسته و نه کړه او کورونه یې ړنګ شول.

په کواټ کې د افغان کډوالو د چارو منتظم قدرت الله مروت وايي، هغوی ته یې د ښار په جرما سیمه کې د استوګنې متبادلو ځایونو ورکولو وړاندیز کړی وو خو هغوی و نه منله.

مروت د جون پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې په کواټ کې د کډوالو زیاتره کیمپونه پر شاملاتي ځمکه جوړ شوي دي. شاملاتي ځمکه د ځايي ولس شریکه وي او هغوی یې شریک مالکان وي.

په کواټ کې د افغان کډوالو اووه کیمپونه دي چې ټول پر شاملاتي ځمکو جوړ دي. په وروستیو کې په کواټ کې ځايي خلکو له کډوالو څخه د خپلو ځمکو خالي کولو غوښتنې کړې دي او په دې لړ کې یې هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

د کیمپ اوسېدونکي وايي، د جون پر ۱۷مه یوشمېر کسان ورغلل او د عدالتي امر پر اساس یې ودانۍ ړنګې کړې.
د کیمپ اوسېدونکي وايي، د جون پر ۱۷مه یوشمېر کسان ورغلل او د عدالتي امر پر اساس یې ودانۍ ړنګې کړې.

د ګمکول کیمپ د ځمکې یو مالک او قانونپوه سید ماجد فلوک وايي، په وروستیو کې ده هم له حکومته د هغې ځمکې د خالي کولو او مالکانو ته یې د سپارلو غوښتنه کړې وه.

دی وايي، کله چې حکومت د دوی پر ځمکه د کډوالو کیمپونه جوړول نو مالکانو ته یې د میاشتینۍ کرایې ورکولو ژمنه کړې وه او ورسره یې دا خبره پر منلې وه چې پر هغه خاوره به کډوال یوازې خټین کورونه جوړوي، خو په وینا یې چې داسې و نه شول.

فلوک زیاتوي چې اوس باید د کډوالو، د ځمکې مالکانو او اړوندو حکومتي ادارو ترمینځ نوې موافقه وشي چې ورسره به د ځمکې د مالکانو اندېښنې هم ختمې شي او د کډوالو مشکل به هم حل شي.

افغان کډوال او ځايي خبریال نعمت رضا وايي، په دې لړ کې یوه مهمه مسله دا ده چې افغان کمېشنرېټ او ځايي انتظامیې د کیمپونو حدود نه دي مشخص کړي. دی وايي، چارواکي دې ژرترژره د کډوالو د کیمپونو پولې وټاکي.

د کواټ انتظامیې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د ګمکول کیمپ د اوسېدونکو او د ځمکې مالکانو څرګندونو او د کورونو نړولو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG