د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پښتو اکېډمۍ په خلکو د پښتو لیک لوست زده کوي


د پښتو اکېډمۍ له خوا د روان کال په فروري میاشت کې په ږوب کې د پښتو لیک لوست لړۍ پیل شوې وه چې بیا د کورونا وایرس له کبله تر څه وخته ځنډېدلې وه.
د پښتو اکېډمۍ له خوا د روان کال په فروري میاشت کې په ږوب کې د پښتو لیک لوست لړۍ پیل شوې وه چې بیا د کورونا وایرس له کبله تر څه وخته ځنډېدلې وه.

د کوټې پښتو اکېډمۍ د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې خلکو د ته پښتو ژبې لیک لوست ور زده کولو لړۍ پيل کړې ده.

د اکېډمۍ مشرانو د دې لړۍ دویم مرکز د اکتوبر پر ۱۷مه د زیارت ضلعې په سنځاوۍ تحصیل کې پرانیست.

د پښتو اکېډمۍ مشر سید خیر محمد عارف تر غونډه وروسته مشال راډیو ته وویل چې په نورو سیمو کې یې هم د ورته مرکزونو پرانستلو تابیا کړې ده.

سید خیر محمد عارف وویل، "تر دې وړاندې مو په ږوب کې د پښتو لیک لوست ښودلو پیل کړی وو، د هغه نتیجه ډېره ښه وه ، استاد مو ورته نیولی دی او اوس هم خلک لګیا دي پښتو زده کوي، دویم دا دی په سنځاوۍ کې پیل شو، د دریم پړاو به په بوري (لورالايي) کې وي او تر هغه وروسته به په چمن او پښین کې هم د پښتو لیک لوست مرکز پرانیزو."

په سنځاوۍ کې د پښتو لیک لوست دې کورسونو یو منتظم مطیع الله امید مشال راډیو ته وویل چې دا زده کړې مفتې دي او هر څوک پکې برخه اخیستلای شي.

نوموړي وویل، "طریقه یې دا ده چې داخلې بلکل مفتې دي، د ۴۵ ورځو کورس دی، په اونۍ کې به څلور درسونه وي، د داخلې لپاره فارم ډکول ضروري دي، په هغه کې د لویو کسانو لپاره شناختي کارډ او دوه تصویرونه لازم دي خو د عمر کید پکې نشته."

سید خیر محمد عارف وویل چې په بوري کې یې هم خلکو ته د پښتو ژبې د لیک لوست ښودلو لپاره اړوند بندوبست کړی دی.

د پښتو ادبي ملګري بوري غړي پروفیسر یونس نورزي مشال راډیو ته وویل چې هلته به هره ورځ د مازیګر له څلورو تر پنځو بجو درس ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، "وخت مو له دې کبله د مازیګر له څلورو تر پنځو ټاکلی چې سهار وخت زده کوونکي په سکول ، کالج یا پوهنتون کې وي او نور خلک هم ښايي سهار وخت اوزګار نه وي نو مازیګر د ټولو په ګټه دی او د داخلې چارې ډېرې اسانې دي دوي باید یوازې ځان راورسوي."

د پښتو اکېډمۍ له خوا د روان کال په فروري میاشت کې په ږوب کې د پښتو لیک لوست لړۍ پیل شوې وه چې بیا د کورونا وایرس له کبله تر څه وخته ځنډېدلې وه.

د پښتو اکېډ‌مۍ جنرل سیکرټري خلیل باور مشال راډیو ته وویل چې لومړۍ ۴۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه خو اوس چې د دوي یاد مرکز بیرته پرانیستی نو ۲۱ زده کوونکي لري.

خلیل باور وویل، "زموږ د دې کورس دوې برخې دي ، په لومړۍ هغه کې پښتو لیک لوست ور زده کوو او په دویم هغه کې بیا ادبیات ورته وایو. له لومړیو کسانو څخه ۱۳ لومړی کورس ویلی، موږ سندونه ورکړي او اوس په دویم پړاو کې دي او اووه تنه اوس د لیک لوست په زده کړه بوخت دي."

په پاکستاني تعلیمي نظام کې د پښتو نیشتوالي له کبله ټولو خلکو یا په اردو او یا هم په انګریزي ژبه زده کړې کړې وي.

په داسې حالت کې پوښتنه دا راپورته کېږي چې په یوه نیمه میاشت کې د پښتو لیک لوست زده کول تر کومه حده ممکن دي؟

لیکوال او د پښتو اکېډمۍ کوټې مشر سید خیبر محمد عارف وايي ، د دې زده کړو ورکولو تجربه یې کړې ده او هغه ډېره ښه نتیجه ورکړې ده.

هغه وویل، "په یوه نیمه میاشت کې موږ یوازې یاګانې او د پښتو هغه حروف ور زده کوو چې په نورو ژبو کې نشته. نور خو پښتو د دوي مورنۍ ژبه ده او د ګرامر ستونزه نه لري. په دویم پړاو کې بیا ادبیات ورته وایو ، لکه فوکلور او عامه شاعري. په هغه کې مو داسې مواد را غونډ کړي لکه غزل څه ده، قطعه څه ده، غاړه څه ده او ټپه څه ده. دا ورته وایو."

د بلوچستان په نژدې هره پښتون مېشته ضلع کې لږ تر لږه د پښتو یوه ادبي ټولنه شته چې ځینې پکې ډېرې او ځینې لږ فعاله دي خو دا لومړی ځل دی چې هلته د پښتو اکېډمۍ له خوا په منظمه توګه د پښتو لیک لوست لړۍ پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG