د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې پښتو اکاډمي نړیوال کنفرانس جوړوي


پښتو اکاډمۍ په ۱۹۷۱م کال کې جوړه شوې وه
پښتو اکاډمۍ په ۱۹۷۱م کال کې جوړه شوې وه

پراګ - د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتو اکاډمۍ غړي وايي، دوی د پښتني ادب او کلتور د ودې چارو د پر مخ وړلو لپاره د پخوا پرتله زيات وسايل او ښه پلانونه لري.

د کوټې پښتو اکاډمۍ د خپل دستور له مخې د اګست پر ۲۳مه خپله کلنۍ عمومي غونډه وکړه.

اکاډمۍ پرېکړه وکړه چې راتلونکی کال به د څلورم ځل لپاره “پښتو نړيوال کنفرانس” جوړوي.

د اکاډمۍ مشر شاعر او ليکوال سيد خير محمد عارف د اګست پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د غونډې هدف د ادارې د روانو کارونو جاج اخيستل او د راتلونکي لپاره اهداف ټاکل وي.

نوموړي زياته کړه چې له هغې راهيسې چې د بلوچستان حکومت د دوی لپاره د يو کروړ روپيو په اندازه کلنی ګرانټ منظور کړی دی، دوی توانېدلي چې خپلې چارې په کاميابۍ سره پر مخ بوځي.

د اګست پر ۲۴مه د پښتو اکاډمۍ غونډه وشوه
د اګست پر ۲۴مه د پښتو اکاډمۍ غونډه وشوه

ده له اکاډمۍ سره د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي مشر د مالي مرستې يادونه هم وکړه. هغه زیاته کړه چې اصغر خان اڅکزي پروسږ کال د صوبې وزيراعلا اکاډمۍ ته ورووست چې هغه ۲۰ لاکه روپۍ ورکړې. دده په خبره خپله اصغر اڅکزی د مياشتې ۵۰ زره روپۍ ورکوي.

خیر محمد عارف وویل، "پښتو اکاډمي په ۱۹۷۱ز کال کې د سلطان محمد صابر په مشرۍ د کرايې په يوه کور کې پرانېستل شوه. په افتتاحي اجلاس کې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي هم ګډون کړی وو. په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشرۍ د ايتلافي حکومت پر مهال د اکاډمۍ لپاره د کال په سر د يو کروړ روپيو ګرانټ منظور شو. تر دې وروسته اکاډمۍ کتابتون جوړ کړ، کمپيوټرونه يې واخيستل."

زموږ هڅه وي چې د غونډو د ګډونوالو لږ تر لږه ۳۰ سلنه برخه د ځوانانو وي او پکې مېرمنې هم ګډون وکړي.
خلیل باور

نوموړي زياته کړه چې حکومت او د يو او بل په امداد توانېدلي دي چې کتابونه او درې مياشتنۍ رساله چاپ کړي او ددې لپاره د اکاډمۍ ټول غړي په رضاکارانه توګه ورسره کار کوي.

د کوټې د پښتو اکاډمۍ د رسالې تر مخه، دا اداره دا مهال ۳۰ غړي لري او انتظامي چارې يې يوه کمېټه سنبالوي چې هر درې کاله پس د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي.

د اکاډمۍ جنرل سېکرټري خليل باور وايي، د اګست ۲۳مې په غونډه کې راتلونکی کال د پښتو نړيوال کنفرانس جوړولو پرېکړه وشوه.

د ده په وينا، دوی په دا رقم لويو غونډو کې د سيمې ځوانانو او مېرمنو ته د ګډون موقعو برابرولو ترڅنګ وخت په وخت د هغوی د زده کړې لپاره پر مهمو ادبي او کلتوري موضوعاتو د لېکچرونو تابيا هم کوي.

باور زیاته کړه، "پښتو اکاډمۍ تراوسه درې نړيوال سېمينارونه کړي دي. راتلونکی کال به هم يوه ورته لويه غونډه کوي. زموږ هڅه وي چې د دې غونډو د ګډونوالو لږ تر لږه ۳۰ سلنه برخه د ځوانانو وي او همداراز د پام وړ شمېر مېرمنې هم ګډون پکې وکړي.

کوټه کې درې درځنی نړیوال پښتو کانفرنس دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

هغه وويل چې د بلوچستان د پښتون مېشته سيمو د ادبي تنظيمونو مشران هم خپلو کنفرانسونو ته دعوت کوي او وخت په وخت په اکاډمۍ کې پر بېلا بېلو تاريخي، ادبي او کلتوري موضوعاتو لېکچرونه هم جوړوي چې ورته د سيمې لوستي ځوانان دعوت کوي.

خليل باور وویل چې په اکاډمۍ کې د سيمې ځوانانو ته د پښتو ژبې ليک لوست ورزده کولو ترڅنګ هغوی له بېلا بېلو ادبي اصنافو سره هم اشنا کوي.

اکاډمي باید د خپلو چاپ کتابونو د غږيزه کولو او خلکو ته د رسولو لپاره د نوې ټېکنالوجۍ د کارولو په څېر خبرې هم بايد په پام کې ونيسي.
عارف تبسم

د باور په خبره، دوی پلان لري چې په نېږدې راتلونکي کې د بلوچستان د پښتون مېشته سيمو د کالجونو د زده کوونکو ترمنځ د پښتو ژبې له ادب او د پښتنو اتلانو له ژوند او مبارزو سره پر تړليو موضوعاتو د لنډو پوښتنو يوه سيالي جوړه کړي.

ده وویل، "موږ له تېرو دوو کلونو راهيسې د اکاډمۍ په ودانۍ کې د ځوانانو لپاره د پښتو د ليک لوست د رده کړې او د پښتني ادب له مختلفو اصنافو سره د هغوی د اشنا کولو په موخه درې مياشتنی کورس پيل کړی دی. همدې ځوانانو ته د لوست لپاره خپل چاپ کتابونه ورکوو."

دده په خبره، اکاډمي د کالجونو د زده کوونکو ترمنځ تقريري مقابلې کوي او اوس يې تياری نيولې چې د دوی لپاره له پښتني ادب او د پښتنو مشرانو له ژوند او مبارزو سره پر تړليو موضوعاتو د لنډو پوښتنو يوه سيالي جوړه کړي.

د کوټې د پښتو اکاډمۍ يو بل غړی شاعر او ليکوال عارف تبسم، چې په اسلام اباد کې اوسي او تازه يې دوه کتابونه چاپ کړي، وايي چې اکاډمي بايد د انټرنېټي اسانتياو په کارولو خپلو هغو غړيو ته چې له کوټې بهر دي، په غونډو کې د ګډون موقعې برابرې کړي.

تبسم د اکاډمۍ د چارو د لا ښه والي په خاطر ځينې وړانديزونه هم لري.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "د دفتري کارونو او خپلو نورو مصروفيتونو له کبله مې دا ځل د اکاډمۍ په غونډه کې شرکت و نه کړای شو. خو که ګډون مې کړی وای نو درې وړانديزونه به مې ورکړي وای. اول دا چې د اکاډمۍ هغه غړي چې له کوټې د باندې دي، په غونډو کې د هغوی د “پر ليکه” يا انلاين ګډون بندوبست بايد وشي. دويم، اکاډمي بايد د پښتنو د تاريخ پر موضوع يوه نړيواله غونډه جوړه کړي او درېيم وړانديز به مې دا وو چې دا اداره د خپلو چاپ کتابونو د غږيزه کولو او خلکو ته د رسولو لپاره د نوې ټېکنالوجۍ د کارولو په څېر خبرې هم بايد په پام کې ونيسي."

د اکاډمۍ د مالي چارو سنبالوونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، په دې غونډه کې سپارښتنه وشوه چې ياده اداره بايد د سيمې له بېوزله ليکوالو او هنرمندانو سره د مالي مرستو لپاره يوه اندازه پيسې بېلې کړي.

د اکاډمۍ غړو ټينګار وکړ چې اداره د خپلې بودېجې يوه اندازه پيسې بايد له پښتنو ليکوالو او هنرمندانو سره د مالي مرستو په خاطر بېلې کړي.
برکت شاه کاکړ

نوموړی زياتوي، په غونډه کې دا وړانديز هم وشو چې اکاډمي بايد د سيمې ليکوالان او زده کوونکي پر بېلا بېلو ادبي موضوعاتو څېړنو ته وهڅوي او د هغوی لپاره جايزې وټاکي.

ډاکټر برکت شاه کاکړ وویل، "د اکاډمۍ غړو ټينګار وکړ چې اداره د خپلې بودېجې يوه اندازه پيسې بايد له پښتنو ليکوالو او هنرمندانو سره د مالي مرستو په خاطر بېلې کړي. همداراز د تحقيق او تنقيد په برخو کې د کارکوونکو زده کوونکو او ليکوالو لپاره انعامونه او جايزې بايد مقرر شي. دا اوس چې په نړۍ کې د کورونا وايرس وبا خپره ده، خلکو د انټرنېټي اسانتياو په کارولو خپلو دفتري کارونو او کنفرانسونو ته دوام ورکړ. په غونډه کې د دې موضوع په يادولو غوښتنه وشوه چې اکاډمي هم بايد د انټرنېټ په برخه کې خپلې وړتياوې لوړې کړي."

د کوټې د پښتو اکاډمۍ د رسالې ترمخه، د ادارې د ودانۍ په کتابتون کې دا مهال لږ تر لږه ۱۰۰۰۰ کتابونه، رسالې او مجلې خوندي دي.

په کوټه او شاوخوا کې د پام وړ شمېر لوستونکي د کتابتون غړيتوب لري او د خپلې خوښې د موضوعاتو په اړه کتابونه په اسانه ترلاسه کولای او لوستلای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG