د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتو باید د مړۍ او نړۍ ژبه شي


نجیب الله الوخیل

په خوست کې یو شمیر ځوانانو او فرهنګیانو د پښتو ژبې ورځ ولمانځله،په هغه غونډه کې،چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، وینا والو غوښتنه کوله، چې باید د پښتو ژبې د ودې پرمختیا لپاره هڅې پراخې شي، چې د ساینس او پرمختللې ټکنالوژۍ ژبه شي.


د خوست ولایت یو شمیر فرهنګیان،د مدني ټولنو فعالان او قومي مشران وايي،چې پښتون ټبر باید د خپلې ژبې د پرمختیا لپاره زیار وباسي او کوښښ وکړي، چې پښتو په معاصر او اوسني وخت کې د پرمختللې ټکنالوژۍ د کارونې، زده کړې او د معاش پیداکولو یوه وسیله شي.

دوی وايي، افغان دولت هم د اساسي قانون د محتویاتو په رڼا کې د هیواد د ټولو ژبو او په ځانګړي ډول د پښتو د پرمختیا دنده لري، نو دوی بایده په دې لاره کې خپل امکانات په کار واچوي.

د پښتو ژبې د ورځې لمانځغونډه،چې د نورو سیمو په شان په خوست کې هم د ځوانانو د ملي جرګې او ځینو نورو مدني بنسټونو په نوښت د لنکن په ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه،یو شمیر قومي مشرانو پدې خواشیني وښوده، چې اوسني نسل د پښتو ځیني ښه رواجونه او دودونه پرېيښي دي.

یوه قومي مشر شړی منګل وویل،چې له ډېری پښتنو د مادیاتو په لالچ اوحرص کې د پښتو ښکلې رواجونه پاتې شوي دي،دی پښتنانه همت او بیدارتوب ته رابولي:

((پخوا پښتو داوه،چې یو سړی به په کلي او قوم کې غږ وکړ او هغه به مشر وو، ټول به د ده په غږ پسې تلل، هغو پښتنو به دا نه ویل، چې څه خبره ده، یا څه شی دي، چیرته ډالر دي، چیرته محفل دی، چیرته غوړي دي او چیرته قورمې دي، خپله قرباني به يې ورکوله او پښتو په دې ژوندې وه، اوس چې کېنې او د پښتنو خبرو ته غوږ ونیسې نو اوري به، چې مشر نه لرو،چې بیا مشر پیدا شي، نو خارجیانو داسې کار کړی دی، چې هغه وايي چې څه په کې شته او کنه شته، او س دلته زموږ وضع خرابه ده، خو زه داسې وایم چې راځئ هغه ځنډن ډول راواخلو، هغه ځنډنه پښتو راواخلو، هغه غیرت راواخلو، هغه عنعنات راواخلو او په یو غږ باندې حرکت وکړو، دا چې موږ او تاسو ټول پښتانه یو، نو پښتو داسې ده لکه زموږ مور.))




د مدني ټولنې فعال سلطان محمود خیرخوا په دې وروستیو کې د پښتو ژبې د پرمختیا لپاره د ځوان کهول ادبي او کلتوري هڅې وستایلې او غوښتنه يې وکړه، چې موږ باید پښتو د مړۍ او نړۍ ژبه وګرځوو:

((پښتو ژبې ته پخوا هم کار شوی دی، خو دومره زیات نه لکه اوس چې ځوانان ورته متوجه دي، ځوانان ډېر هڅاند دي، هیله مې ده له تاسو ټولو ځوانانو، چې پښتو ژبې ته لکه څه ډول چې لازمه ده باید کار وکړو، خدمت يې وکړو، دې ژبې ته پرمختیا ورکړو، موږ او تاسو هم دا خوږه مورنۍ ژبه د مړۍ او نړۍ ژبه وګرځوو .))

د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر روان نورزی دا ډول برنامې له دې کبله، چې پښتانه د خپلې ژبې د خدمت اصل ته متوجه کیږي، اغیزمن بولي:

((د دې لپاره،چې پښتو ژبه لا مروجه او علمي شي، د همدې موخې لپاره پښتانه ځوانان راټول شوي دي، په هر ځای کې چې پښتانه دي خپله ژبه په سیمه او نړۍ کې نمانځي، تر څو هغه څوک چې د خپلې ژبې د خدمت اصل ته نه وي متوجه شوي، هغه متوجه کړي او خپله ژبه د لیک لوست او عصري افهام او تفهیم وسیله وګرځوي.))

په خوست کې د لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان د افغان دولت او نورو علمي او اکاډمیکو مرکزونو وغوښتل،چې په هیواد کې دې ټولو ژبو په ځانګړي ډول د پښتو د پرمختیا لپاره خپل مکلفیت سرته ورسوي:

((دا د نن ورځې په شان غونډې،چې د پښتو ژبې لپاره ترسره کیږي افغان دولت او نورو علمي او اکاډمیکو مرکزونو ته د پیغام د انتقال یوه ښه وسیله ده، چې د ژبې د تقویت او انکشاف لپاره کار ترسره کړي، ولې اساسي مسله د افغانستان د اساسي قانون له مخې په خپله افغان دولت دی، چې د ټولو ژبو په ځانګړي ډول پښتو ژبې د پرمختیا او غښتلتوب لپاره برنامې تر کار لاندې ونیسي.))

د یادونې وړه په دې وروستیو کالونو کې د افغانستان په داخل او ځینو نورو هیوادونو کې پښتانه د مۍ ۲۹مه د پښتو ژبې د ورځې په توګه لمانځي، او ددې لرغونې ژبې د پرمختیا په بیلابیلو لارو چارو خبرې کوي.
XS
SM
MD
LG