د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: حکومت د پښتو اکېډمۍ بودیجې زیاتولو ژمنه کړې


په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ د ودانۍ انځور. (د ۲۰۲۳ز کال د جولای شپږمه)
په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ د ودانۍ انځور. (د ۲۰۲۳ز کال د جولای شپږمه)

د بلوچستان حکومت ویلي دي چې د بلوڅي اکیډیمۍ په څېر په هغې صوبه کې د پښتو او براهوي اکېډیميانو کلنۍ بودیجه هم پینځو کروړ روپو ته لوړوي.

د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک خان اڅکزي د جولای پر ۲۰مه د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته وویل چې په صوبه کې مورنۍ ژبې پاملرنې ته اړتیا لري نو ځکه باید ټولو ژبو د ودې لپاره یو شان کار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په سږني بجټ کې د بلوچستان حکومت د بلوڅۍ اکېډمۍ بودیجه پنځو کروړو روپو ته پورته کړې خو د پښتو او نورو اکاډمیو هغه یې د پخوا په شان یو کروړ روپۍ ساتلې وه.

د بلوچستان اسمبلۍ غړي نصرالله زیري تحریک التوا وړاندې کړ او غوښتنه یې وکړه چې د پښتو او براهوۍ کلنۍ بودیجه هم د بلوڅۍ په څېر پینځه کروړو ته زیاته شي.

د بلوچستان د کلتور او لوبو وزیر عبدالخالق هزاره هم د تحریک ملاتړ وکړ.

د پښتنو کلتوري ورځ په اتڼونو، موسيقۍ او نندارتونونو ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:32 0:00

د خزانې صوبایي وزیر زمرک خان اڅکزي نن (د جولای پر ۲۱مه) مشال راډیو ته وویل چې د د پښتو او نورو ژبو اکیډمیو ته د پنځه کروړه روپو لپاره وزیراعلا ته سمري استوي.

هغه زیاته کړه: ''ما د خزانې د وزیر په توګه دا خبره وکړه چې زه په دې حق کې یم چې پښتو اکیډمۍ ته پنځه کروړه روپۍ ورکړو. ما فاینینس محکمې ته وویل، هغوی سمري جوړوي. زما کوشش دا دی چې ژرترژره د دې منظوري له وزیراعلا واخلم.''

د پښتو ترڅنګ د نورو ژبو لیکوالانو د اکیډمیو په بودیجه کې د زیاتوالي هرکلی کړی دی.

په کوټه کې د پښتو اکېډمۍ جنرل سیکرتر پروفیسر ډاکټر علي کمیل قزلباش مشال راډیو ته وویل چې پښتو اکېډمي څلور نړیوال کانفرنسونه کړي خو د پیسو د کمښت له وجې یې نور ډېر کارونه نیمګړي ول.

''د کوټې پښتو اکېډمۍ د نړیوالو کانفرنسونو ترڅنګ په لسګونو سیمه ایز کانفرنسونه کړي. دا اعزاز د بلوچستان بلې کومې اکیډمۍ ته نه دی ترلاسه. دا اکېډمۍ د تعلیمي ادارې حثیت هم لري. د اکېډمۍ له لایبریرۍ، زده کوونکي او سکالران استفاده کوي.''

قزلباش وویل چې د پښتو ژبې د زده کړې په لړ کې هم اکېډمي کار کوي او زرګونو کسانو د اکېډمۍ په هغو هڅو پښتو ژبه زده کړې ده.

خواوشا ۱۰ کاله وړاندې چې کله په بلوچستان صوبه کې ډاکټر مالک بلوڅ اعلا وزیر وو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند ګډ حکومت وو، نو هغه مهال د بلوڅي، پښتو او براهوي اکاډمیو کلنۍ بوديجه یو یو کروړ روپۍ ټاکل شوې وه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG