د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي عدالت یو پاکستاني ته له داعش سره د مرستې د هڅو په تور د ۱۸ کلونو بند سزا اورولې ده


د عدلیې وزارت وايي محمد مسعود په مېنېسوټا ایالت کې اوسېده - پخوانی انځور.
د عدلیې وزارت وايي محمد مسعود په مېنېسوټا ایالت کې اوسېده - پخوانی انځور.

په امریکا کې یو عدالت یو پاکستاني ډاکټر محمد مسعود ته له اسلامي دولت (داعش ډلې) سره د "مادي مرستو د هڅو" په جرم د ۱۸ کلونو بند سزا اورولې ده.

د امریکا د عدلیې وزارت د اګست پر ۲۵ پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د عدالتي اسنادو له مخې، ۳۱ کلن محمد مسعود په پاکستان کې د طب ډاکټر وو او پخوا یې د مېنېسوټا ایالت په راچسټر ښار کې په یو کلېنېک کې د څېړنو د همغږي کوونکي په توګه کار کاوه او په امریکا کې په کاري ویزه اوسېده.

په بیان کې راغلي چې مسعود څو ځلې په عراق او شام کې په اسلامي دولت وسلوالې ډلې کې د شاملېدو هیله څرګنده کړې وه او د هغې ترهګرې ډلې له مشرانو سره یې د بیعت هوډ کړی وو.

مسعود په امریکا کې "په یوازې سر د ترهګرو بریدونو ترسره کولو خواهش" هم څرګند کړی وو او د دې ترڅنګ یې د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه د اېلېنای ایالت له شېکاګو ښاره د اردن پلازمېنې عمان ته او له هغه ځایه یې سوریې (شام) ته د ورتګ لپاره د الوتکې ټکټ هم اخیستی وو.

خو د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۶مه د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله چې اردن سفري محدودیتونه اعلان کړل نو د مسعود پلان بدل شو.

د عدلیې وزارت په بیان کې راغلي دي چې تر دې وروسته نوموړي د مېنېسوټا له مېنیاپولېسه د کیلېفورنیا لاس اېنجلس ته د تګ اراده وکړه.

وزارت وايي، مسعود باور درلود چې هلته به ورسره یو تن په سامان وړونکې بېړۍ کې د داعش تر واک لاندې سیمو ته د ده په رسولو کې مرسته وکړي. خو د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۹مه د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) د ترهګرۍ ضد ګډې کاري ډلې کارکوونکو د مېنیاپولېس پر هوايي ‌ډګر ونیوه.

د عدلیې وزارت زیاتوي چې محمد مسعود د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر ۱۶مه له داعش سره د مادي مرستو د هڅو کولو جرم ومانه.

اسلامي دولت ډله په لومړي سر کې په ۲۰۰۶ز کال کې په عراق کې جوړه شوه.

د ۲۰۱۴ز کال په لومړيو کې داعش د عراق او شام يوشمېر سيمې ونيولې او د عراق رقه ښار يې خپله پلازمېنه اعلان کړ. داعش د همهغه کال د جون پر ۲۹مه د "اسلامي خلافت اعلان" وکړ، خپل نوم يې يوازې "اسلامي دولت" ته واړاوه او ورسره سم يې خپل مشر ابوبکر البغدادي د "مسلمانانو خليفه" ياد کړ.

داعش په هغه سیمه کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف تر پراخو عملیاتو وروسته ماتې وخوړه.

هغه ډله اوس هم د سوریې او عراق په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې فعالیت کوي او په افغانستان او پاکستان کې د خراسان په نوم څانګه لري چې په باجوړ کې یې د جولای ۳۰مې نېټې د خونړۍ حملې په ګډون د لسګونه بریدونو ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG