د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د ترهګرۍ په تور پاکستانی ډاکټر نیول شوی


د امريکا د پلټنو فيډرالي ادارې دفتر (ارشيف)
د امريکا د پلټنو فيډرالي ادارې دفتر (ارشيف)

د امریکا په میني سوټا ایالت کې يو پاکستانی ډاکټر د ترهګرۍ په تور نيول شوی دی.

څارنوالان وايي، دغه ډاکټر د امریکا د پلټنو فيډرالي ادارې کارکوونکو ته پیسې ورکړي او دا یې ورته ویلي چې له اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) سره یې بیعت کړی او غوښتل یې په امریکا کې په یواځې سر ځینې بريدونه وکړي.

۲۸ کلن محمد مسعود پرون (د مارچ پر ۱۹مه) د استخباراتي کارکوونکو لخوا د میني سوټا ايالت په هوایي ډګر کې ونیول شو.

پر ده تور دی چې یوه بهرني ترهګر سازمان ته یې د موادو برابرولو هڅه کړې ده.

څارنوالان وايي مسعود په کاري ویزه په امریکا کې استوګن و.

د دوی په ادعا دغه پاکستاني ډاکتر د روان کال (۲۰۲۰) له جنورۍ میاشتې راهیسې څو ځلې هغو استخباراتي کارکوونکو ته چې ده فکر کاوه د داعش غړي به وي، پیسې ورکړي او هغوی ته یې له داعش ډلې سره د خپل بیعت خبره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG