د لاسرسي ځای

تازه خبر

سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ سپیکر او سید غلام مصطفا شاه مرستیال سپیکر شو


سردار ایاز صادق د درېیم ځل لپاره د قامي اسمبلۍ سپیکر منتخب شو - پخوانی انځور.
سردار ایاز صادق د درېیم ځل لپاره د قامي اسمبلۍ سپیکر منتخب شو - پخوانی انځور.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) نوماند سردار ایاز صادق د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر او د پیپلز ګوند سید غلام مصطفا شاه ډېپټي سپیکر منتخب شوي دي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه چې د قامي اسمبلۍ د تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف په مشرۍ غونډه پیل شوه نو د تحریک انصاف مخکښه مشرانو عمر ایوب خان او ګوهر علي خان، چې په سني اتحاد شورا یا کونسل کې شامل شوي دي، ورباندې اعتراض وکړ او و یې ویل چې تر هغو چې د پارلېمان ټول غړي موجود نه وي، د نوي سپیکر انتخاب دې نه کېږي.

هغوی وویل چې سني اتحاد کونسل تر اوسه د ښځو او مذهبي لږکیو ځانګړې څوکۍ نه دي ترلاسه کړې، چې له وجې یې په قامي اسمبلۍ کې د هغوی شمېر کم دی.

خو پر دې نیوکې سربېره په اسمبلۍ کې د سپیکر لپاره انتخاب وشو چې پکې صادق ۱۹۹ او د سني اتحاد کونسل عامر ډوګر ۹۹ ووټونه ترلاسه کړل.

سردار ایاز صادق تر انتخاب ګټلو وروسته لوړه وکړه او د نوي سپیکر په توګه یې کار پیل کړ. دا درېیم ځل دی چې نوموړی د قامي اسمبلۍ د رییس یا مشر په توګه دنده ترسره کوي.

تر دې وروسته د اسمبلۍ غړو د سپیکر د مرستیال لپاره ووټونه واچول. د پیپلز ګوند سید غلام مصطفا شاه ۱۹۷ او د تحریک انصاف جنېد اکبر، چې په سني اتحاد کونسل کې شامل شوی، ۹۲ رایې ترلاسه کړې.

شاه هم تر انتخاب وروسته د خپلې دندې لوړه وکړه.

د پاکستان قامي اسمبلي ټولې ۳۳۶ څوکۍ لري چې ورڅخه یې پر ۲۶۶ باندې استازي د مستقیمو انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او ۶۰ څوکۍ ښځو او ۱۰ لږکیو ته ځانګړې وي.

د دې له مخې، د حکومت جوړولو لپاره د ساده اکثریت یعنې د اسمبلۍ د ۱۶۹ غړو ضرورت وي.

په قامي او صوبايي اسمبلیو کې د ښځو او د لږکیو ځانګړې څوکۍ هر ګوند په مستقیمو انتخاباتو کې د ګټلو څوکیو په تناسب ترلاسه کوي.

د حکومت جوړولو هلې ځلې

د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه ویلي دي چې د سني اتحاد کونسل په مرسته په وفاق کې حکومت جوړوي.

سني اتحاد کونسل په ۲۰۰۹ز کال کې جوړ شوی وو چې بېلابېل سني سازمانونه او مذهبي ګوندونه پکې شامل دي.

تحریک انصاف او سني اتحاد کونسل د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره عمر ایوب خان نوماند کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند ۹۲ منتخب غړي ځکه تر بریالي کېدو وروسته په سني اتحاد کونسل ګوند کې شامل شول چې د قانون له مخې، د پارلېمان خپلواک غړي به د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره هرومرو په یو ګوند کې شاملېږي.

د قانون له مخې، هر ګوند باید تر انتخاباتو وړاندې د ځانګړو څوکيو لپاره نوملړ هم جمع کړي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ نوي منتخب غړي د ګوند د مشرانو نواز شریف او شهباز شریف انځور نیولی دی - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ نوي منتخب غړي د ګوند د مشرانو نواز شریف او شهباز شریف انځور نیولی دی - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند هم له ځینو نورو ګوندونو سره یو ځای د وفاقي حکومت جوړولو پرېکړه کړې ده.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۲۰مه د مسلم لیګ (ن) له مشرتابه سره تر ناستې وروسته خبري غونډې ته وویل چې دواړو ګوندونو د حکومت جوړولو لپاره په قامي اسمبلۍ کې د اړینو غړو شمېر پوره کړی دی.

د مسلم لیګ (ن) مشر شهبازشریف هغې خبري غونډې ته وویل چې د حکومت جوړولو په درشل کې دي چې متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي)، مسلم لیګ (ق) او استحکام پاکستان ګوند به یې هم برخه وي.

ټاکل شوې چې د مرستیال سپیکر تر انتخاب وروسته د قامي اسمبلۍ غړي د هېواد نوی وزیراعظم منتخب کړي.

د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ترمینځ په خبرو کې هوکړه شوې وه چې چې شهباز شریف به د وزیراعظم څوکۍ لپاره او اصف علي زرداري به د ولسمشر څوکۍ لپاره د هغوی ګډ کاندیدان وي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو منتخبو غړو د فبرورۍ پر ۲۹مه د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د خپلو دندو لوړه وکړه.

په غونډه کې د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف، پخواني وزیراعظم شهباز شریف، د پیپلز ګوند ګډ مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري، د هغه ګوند بل مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د جمعیت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د پیپلز ګوند بل مخکښ خورشید شاه هم لوړه وکړه.

په سني اتحاد کونسل کې د پاکستان تحریک انصاف شاملو مخکښه مشرانو عمر ایوب، د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان، شېر افضل مروت، زرتاج ګلې او علي محمد خان هم لوړه وکړه.

د تحریک انصاف یو پلوي د ګوند د مشر عمران خان د څهرې تمبوزک (ماسک) پر مخ لګولی دی - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.
د تحریک انصاف یو پلوي د ګوند د مشر عمران خان د څهرې تمبوزک (ماسک) پر مخ لګولی دی - د فبرورۍ ۲۹مې انځور.

په پاکستان کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبايي اسمبلۍ لپاره عام انتخابات وشول.

د انتخاباتو کمېشن دا ټاکنې پاکې او منصفانه بولي خو د ۹۲ څوکیو ګټونکي تحریک انصاف په ګډون دپاکستان یو شمېر ګوندونه تور پورې کوي چې له هغوی سره پراخې درغلۍ شوې دي.

په بلوچستان کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند مېنګل، نېشنل ګوند او هزاره ډیموکرېټک ګوند د دې لپاره اتحاد کړی دی چې په شریکه د عامو انتخاباتو د نتیجو پرضد احتجاجونه کړي دي.

هغوی د کوټې په ګډون د بلوچستان په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجي مظاهرو پرمهال تور پورې کړی دی چې " د جاسوسي ادارو په لاسوهنې سره له هغوی څخه ګټلې څوکۍ بیرته اخیستل شوې دي."

بلخوا په بلوچستان کې پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم د ورته تورونو پر اساس احتجاجونه کړي دي.

بل پلو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند د انتخابي نتیجو پرضد خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکړی دی او د فبرورۍ پر ۲۸مه یې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د لوړې پر وخت هم له ودانۍ سره نېږدې احتجاج وکړ.

د دې تر څنګ په کراچۍ کې د جماعت اسلامي په ګډون یو شمېر ګوندونو احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG