د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن احتجاجیانو د وژل شوي تن مړی د ډېپټي کمېشنر دفتر مخې ته ايښی دی


په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پرلت روان دی - د فبرورۍ شپږمې انځور.
په چمن کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې پرلت روان دی - د فبرورۍ شپږمې انځور.

د چمن پرلتوالو د هغه کس مړی احتجاجاً د ضلعې د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر مخې ته ايښی دی چې د هغوی د دعوې له مخې، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک د سرتېرو په ډزو کې وژل شوی وو.

د پرلتوالو مشر مولوي عبدالمنان د مې پر څلورمه د احتجاج پر مهال ډېپټي کمېشنر ته په وينا کې وويل چې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد د مقدمې تر دایرېدو پورې مړی نه ښخوي.

احتجاج ته د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او یوشمېر ګوندونو ځايي مشران هم ورغلي دي.

د چمن د پرلتوالو وياند صادق اڅکزي د مې څلورمې پر ماخوستن له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې دوی چې د غرمې ډوډۍ خوړلو ته تللي ول نو د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کیمپ برید وکړ، خیمې یې وسوځولې او پر احتجاجیانو یې ډزې وکړې.

پرلتوال وايي چې په ډزو کې یو کس ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل شول.

عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې د پرلتوالو په کیمپ کې اور لګېدلی وو او خیمې یې نړېدلې وې.

خو د چمن ضلعي انتظامیې او د بلوچستان حکومت لا د پرلتوالو د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

په کوټه کې د اېف سي ځواک ویاند کرنل عبدالوهاب د مې پر څلورمه مشال راډیو ته یوازې دومره وویل چې د پېښې په اړه معلومات غونډوي.

موږ پر دې موضوع د خبرو لپاره د چمن له انتظامي مشر راجا اطهر عباس او په کوټه کې د صوبايي حکومت له ویاند شاهد رند سره په بیا بیا د رابطو هڅه وکړه خو هغوی ټېلېفون ځواب نه کړ.

د مې څلورمې تر پېښې وروسته د چمن اوسېدونکو د پرلتوالو له کیمپ سره احتجاج وکړ او د حکومت پرضد یې نعرې ووهلې. پر هم هغه ورځ د چمن سوداګرو هم کاربندیز (هړتال) وکړ.

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

په سیمه کې د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې د روان پرلت زیاتره ګډونوال هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي.

په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت وایي چې د قانوني سفري اسنادو لرلو شرط د امنیت ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

په همدې حال کې د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد او د یوشمېر نورو غوښتنو لپاره له څه باندې شپږو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت او د چمن لاره له کندهار ولایت سره تړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG