د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د کابل په سفر دی


په تورخم کې د لارې بندېدو له وجې افغانستان ته تلونکې لارۍ پر سړک ولاړې دي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۱۶مې انځور.
په تورخم کې د لارې بندېدو له وجې افغانستان ته تلونکې لارۍ پر سړک ولاړې دي - د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ ۱۶مې انځور.

د پاکستان د سوداګرۍ چارو وزارت یو پلاوی د افغانستان په دوه ورځي سفر کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مارچ پر ۲۴مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې هغه پلاوی د مارچ پر ۲۵مه او ۲۶مه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د سوداګرۍ پر زیاتولو غږېږي.

وزارت زیاتوي چې د پلاوي مشري د سوداګرۍ چارو د وزارت سېکرټر خرم اغا کوي او ورسره د کاروباري چارو یوه سېکرټره، د ټرانزېټ تجارت چارو عمومي رییس او د کورنیو چارو وزارت یو سېکرټر ملګري دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ د نښتو او د اسلام اباد له لوري د مال وړونکو ډرېورانو او کاروباریانو لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو د شرط تر لازمي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تجارت کم شوی دی.

په همدې حال کې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن او د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د ځايي کاروباریانو او د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د مزدورانو لپاره هم د سفري اسنادو لازمي کېدو پرضد احتجاجي پرلت روان دی.

د احتجاجونو ګډونوالو له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې افغانستان ته تلونکې دواړه لارې تړلې دي چې له وجې یې سوداګري هم درېدلې ده.

په انګور اډه کې ځايي ولس او کاروباريانو د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر ۱۲مه تر هغې وروسته ناسته پیل کړه چې د پاکستان حکومت د هغې میاشتې پر لومړۍ نېټه له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کړل.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې ګڼو خلکو پرلت وهلی دی او وايي چې حکومت دې ورته د کندهار له سپین بولدک سره د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه په شا کېږي او دا پرېکړه یې د امنیت ټینګښت او قاچاق د مخنیوي لپاره کړې ده.

له هغو دوو لارو پرته پر تورخم او د کورمې په خرلڅیو کې هم کاروباریان، ټرانسپورټران او مزدوران وخت په وخت د محدودیتونو پرضد مظاهرې کوي. داراز، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په هغو دواړو ځایونو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ د تاوتریخوالي او نښتو له وجې هم تګ راتګ او سوداګري اغېزمنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG