د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې د سوداګریزو مالونو په تلاشۍ کې د ځنډ پر ضد احتجاج شوی دی


مظاهرين وايي له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې په مالونو بار ټرکونه د پېښور او تورخم پر لاره کې بند پاتې دي. پخوانی انځور.
مظاهرين وايي له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې په مالونو بار ټرکونه د پېښور او تورخم پر لاره کې بند پاتې دي. پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا کسټم کلېرنګ اېجنټانو د ټرکونو په لاره کې د خنډونو پرضد په تورخم کې احتجاج کړی دی.

د مارچ پر ۱۷مه د احتجاج پر مهال مظاهرچیانو غوښتنه کوله چې د تورخم په لاره افغانستان ته تلونکي ټرکونه د تلاشۍ او ګمرک له مرحلو په تېرېدو کې د ځنډ سره مخ کېږي چې له وجې یې د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.

د اېجنټانو د اتحاديې مشر ايمل شينواري مشال راډيو ته وويل چې له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې په مالونو بار ټرکونه د پېښور او تورخم پر لاره کې بند پاتې دي او افغانستان ته يې په اوښتو کې زیات وخت لګېږي

هغه وویل چې د کسټم کليرنګ ورو نظام او د اېف سي ځواکونو لخوا تلاشۍ د ټرکونو افغانستان ته په ځنډ سره د تلو لويې وجې دي.

په تورخم کې د کسټم يوه چاراوکي د نوم نه ښوولو په شرط د مارچ پر ۱۷مه، مشال راډیو ته وويل چې هلته يو جديده ټرمېنل د جوړېدو په حال کې دی چې له کبله يې د ټرکونو د ودرولو د ځای کمی دی او دا ستونزه یې جوړه کړې ده.

هغه وویل چې ټرمينل جوړ شي او د تورخم سړک پراخ شي نو ورسره به دا ستونزې هوارې شي.

احتجاج له وجې د تورخم دورازه د دوو ساعتونو لپاره مظاهرچیانو تړلې وه چې د احتجاج تر ختمېدو وروسته بېرته خلاصه شوه.

XS
SM
MD
LG